Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې لاریونوال: پیسې دې ازادې او امارت دې په رسمیت وپېژندل شي

نن یکشنبې (د مرغومې په ۱۲مه) د کابل ځينو اوسېدونکو د امریکا له لوري د افغانستان د پیسو د کنګل پاتې کېدو او د نړۍوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړ.

لاریون کوونکي وايي د افغانستان د کنګل شوې پانګې د نه ازادېدو په صورت کې به په هېواد کې د هر پېښېدونکي ناورین پړه د امریکا په غاړه وي.

لاریونوال حمید الله وویل:«زموږ د لاریون موخه دا ده چې نړۍ اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او له هغه سره تعامل وکړي.»

دوی له نړۍوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو غواړوي چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو د ازادولو لپاره یو غږ شي.

دغه لاریون کوونکي وايي، اسلامي هېوادونه باید د افغانستان اسلامي امارت حکومت په رسمیت پېژندلو کې ملاتړ وکړي.

د لاریون ګډونوال ابوبکر ځلاند وايي:«افغانستان له یوه سخت ژمني سره مخ دی. له نړۍوالې ټولنې د لاریونوالو غوښتنه دا ده چې د افغانستان پیسې ازادې کړي، دا پیسې د افغانستان د خلکو مال دی.»

بل لاریونوال محمد نسیم ځواک هم زیاتوي:«خلکو دلته لاریون کړی چې د افغانستان پیسې ازادې شي. موږ له نړۍ غواړو چې اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني، په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه باید په رسمیت وپېژني.»

د کابل ښاریان دغه اعتراضیه لاریون د ۱۲ ماده ییز پریکړه لیک په وړاندي کولو سره پای ته ورسید. په دغه پرېکړه لیک کې لاریون والو نړۍوالې ټولنې ته خپلې غوښتنې نوملړ کړي دي. د افغانستان د پیسو ازادېدل او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل دوه مهمې غوښتنې دي.

لاریونوال قدرت الله نیازی څرګندوي:«نړۍ باید د افغانانو قربانیو ته درناوی وکړي او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې او د ستونزو له رامنځته کولو ډډه وکړي. افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی. ټوله نړۍ باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او نامشروع غوښتنې بندې کړي او له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.»

تردې مخکې هم په پلازمېنه کې ورته لاریونونه يوي وو، خو دغه لاریون کوونکي وايي که چېرې امریکا او نړیواله ټولنه یې غوښتني ونه مني دا ډول لاریونونو ته به د پلازمېنې په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دوام ورکړي.

لاریونوال له نړۍوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو غواړوي چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو د ازادولو لپاره یو غږ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه