د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست په دغه ولایت کې د دین له عالمانو سره په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې ښځې له عمومي حمامونو د استفادې حق نه لري.
په دغې غونډه کې ګډونوالو د نارینه وو د عمومي حمامونو او د ښځینه وو د خصوصي حمامونو د خلاصون او همداراز ښوونځیو ته د نجونو د تګ او په روغتیايي مرکزونو کې د ښځو د کار په تړاو سره خبرې وکړې. دغو عالمانو همدارنګه وايي چې د حجاب له مراعاتولو سره ښوونځیو ته د نجونو تګ او کار ته د ښځينه ډاکټرانو تګ شرعي بندیز نه لري.
د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس سردارمحمد حیدري وايي:«د ښځو عمومي حمامونه بند دي او خصوصي ښځينه حمامونه اجازه لري چې پرانیستل شي، خو باید شرعي جامې واغوندي او خپل حجاب مراعات کړي.»
دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوې چې، په دغه ولایت کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له لوري په مزارشریف کې حوضونه، سوناګانې او همداراز ښځنه او نارینه حمامونه وتړل شول.
د بلخ د حج او اوقافو ریاست آمر مولوی نعمتالله ابوطارق څرګندوي:«حمامونه د خلکو اړین ضرورت دی. ځينې نه شي کولای په کور کې سم حمام ولري، په دې بنسټ یې وویل چې حمامونه باید پرانیستل شي، خو د امر بالمعروف غړي پر حمامونو څارنه کوي، په عمومي حمامونو کې باید د سړیو عورت پټ وي چې د یوه سړي عورت له نامه نه لاندې تر زنګنونو پورې دی او نو په دې برخه کې باید ځانګړې جامې ولري.»
په دې غونډه کې دیني عالمانو وویل چې، ښځې په اسلامي حجاب سره کولی شي د ښځینه و ځانګړي انفرادي حمامونو ته ولاړې شي او شرعي مشکل نه لري.
د بلخ ولایت د شیعه علماوو شورا رییس حسینعلی بیاني وویل:«د ښځينه حمامونو په هکله هېڅ ستونزه نشته، حجاب دې مراعات شي او د اسلامي نظافت لپاره، د مومنین د نظام لپاره هېڅ عیب نه لري چې ښځې حمام ته ولاړې شي خو په دې شرط چې حجاب مراعات کړي.»
په دې وروستیو کلونو کې په مزارشریف کې په ګڼو پانګونو سره لسګونه حوضونه او عمومي حمامونه جوړ شوي دي.
د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکي په ژمي موسم کې د ګازو د بیې د لوړوالي او د برېښنا د کمښت له امله عمومي حمامونو ته ځي او اوس چې، دغه حمامونه تړل شوي نو دوی یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
په دې اړه مو اندونه