Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له قطري-ترکي شرکت سره د هوايي ډګرو په تړاو د خبرو دویم پړاو پیل

افغانستان له قطري او ترکي ونډه لرونکي شرکت سره د کابل هوايي ډګر په ګډون د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو په هکله نن د خبرو اترو دویم پړاو پيل کړي.

د مُلکي هوايي چلن ادارې مرستیال وايي چې دغه بنسټ هڅه کوي چې د کابل هوايي ډګر د ادارې د سپارلو لپاره، له کم لګښت سره تر ټولو غوره شرکت انتخاب کړي.

د کابل د هوایي ډګر په ګډون بهرنیو شرکتونو ته د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د خدمتونو د وړاندې کولو د چارو د سپارل کېدو دویم پړاو خبرې د کورونا وېروس د پراختیا له امله د اسلامي امارت او د قطر او ترکيې د ونډه لرونکي شرکت د استازو تر منځ په آنلاین بڼه وشوې.
   
د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت معین غلام جیلاني وفا وايي:«زموږ مذاکرات نن په انلاین بڼه پیل شوې او خپل کارونه په انلاین بڼه مخته بیایوو. چې ځينې مسایل حل شي. که چېرې اړتیا شي، بیا مخامخ مذاکرات به هم ترسره کړو.»

د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلن وزارت ټینګار کوي، چې له قطر او ترکیې مخکې یې د متحده عرب امارتو له یوه شرکت سره هم د کابل د هوایي ډګر او د هېواد د څلورو نورو هوایي ډګرونو د خدمتونو د وړاندې کولو د چارو د ورسپارلو د څرنګوالي په تړاو خبرې کړې دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې اسلامي امارت به د متحده عرب اماراتو د شرکتونو او د قطر او ترکیې د سهامي شرکت له منځه یو شرکت د مناسبې بیې او ښو خدمتونو په لرلو سره غوره کړي.
    
د ملکي هوایي چلند ادارې معین غلام جیلاني وفا زیاتوي:«له امارت سره هم خبرې شوې دي او نږدې هوکړې ته رسېدلي وو، وروسته له قطري او ترکي شرکت سره خبرې اترې پيل وې.»

بل خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د هېواد له هوایي ډګرونو نه د نړۍوالو الوتنو درېدو د سوداګرو پر کارو بار منفي اغېز کړی دی.

په دې لړ کې په متحده عرب امارتو کې د هېواد یو شمېر پانګوال او سوداګر وایي چې د جمهوریت تر سقوط مخکې یوازې په یوه ورځ کې د کابل او اماراتو ترمنځ لس الوتنې ترسره کېدې.
 
د هېواد له هوایي ډګرونو نه د نړۍوالو الوتنو درېدو یو شمېر ګرځندوی شرکتونه د ډېوالي کېدو له خطر سره مخ کړي دي.

اوس مهال دوه کورني هوایي شرکتونه له کابله نورو هېوادونه ته مسافر لېږدوي او ځينې بهرني شرکتونه کله ناکله افغانستان ته چارتر الوتنې ترسره کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه