Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکیمي: د تېر حکومت ۸۱ الوتکې پاتې دي چې ۴۱ یې فعالې دي

د هېواد د مُلکي او پوځي هوايي ډګرونو د تنظیم کمېسیون مشر لطف الله حکیمي وايي که څه هم د تېر حکومت د ۱۶۴ الوتکو له ډلې اوس ۸۱ یې په هېواد کې پاتې دي چې له دې ډلې ۴۱ یې فعالې دي.

د اسلامي امارت د ملکي او پوځي هوایي ډګرونو د تنظیم کمېسیون رییس وايي چې د مخکیني حکومت له سقوط سره، تر نیمایي زیاتې الوتکې بهر ته لېږدول شوي دي.
 
د ملکي او نظامي هوایي ډګرونو د تنظیم کمېسیون رییس لطف الله حکیمي وویل:«له تېرې ورځې تر ننه زموږ ۴۱ الوتکې د افغان انجینرانو له خوا رغول شوې دي. پر نورو هم کار پيل شوی دی. او ان شالله ډاډ یې راکړی دی چې ډېر ژر به نورې هم ورغول شي.»

د ښاغلي حکیمي په وینا، دغه الوتکې د مخکیني حکومت د ځواکونو له لوري، تاجیکستان، ازبیکستان، متحده عرب اماراتو او امریکا ته لېږدول شوي دي او د بېرته ترلاسه کولو هڅې یې دوام لري.
 
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو پخوانی قومندان  جنرال فرید احمدي وايي:«د طالبانو حکومت باید پوه شي چې څه باندې ۲۰۰ چورلکې او جنګي الوتکې A۲۹  او AC ۲۰۸ کشفي او بې پیلوټه الوتکې لري. او په زرګونه تجهیزات، وسلې او حربي تخنیک د افغانستان د څو ورځو مخکې پانګه امانت دی.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی سید باقرمحسني څرګندوي:«په نورو هېوادونو کې د یوه هېواد په یوه قانوني او رسمي دولت پورې اړوند مالونه له ډپيلوماټیکو اړیکو برخمن دي. د افغانستان د پوځ الوتکې هم په کاونډیو هېوادونو کې همدا حیثیت لري.»

امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال د هېواد د هوایي ځواکونو پر بیارغاونه څه باندې اته میلیارده ډالر ولګول.
 پنټاګو ژمنه کړې وه، چې تر ۲۰۲۴ کاله به د افغانستان هوایي ځواکونه له روسي نظام نه امریکایي نظام ته واړوي،خو د جمهوریت په سقوط سره دغه ژمنه عملي نه شوه.

د ښاغلي حکیمي په وینا، دغه الوتکې د مخکیني حکومت د ځواکونو له لوري، تاجیکستان، ازبیکستان، متحده عرب اماراتو او امریکا ته لېږدول شوي دي .

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه