دفاع وزارت په کندهار کې د یوې چورلکې د راغورځېدو پېښه تایید کړه او وايي، دا څرخکۍ الوتکه د ازمایښتي الوت پر مهال راپرځېدلې ده.
د ملي دفاع وزارت چارواکي زیاتوي چې، په دې پېښه کې د هوايي ځواک دوه پیلوټان ټپيان شوي دي.
په یوې ویډیو کې چې، په خواله رسنیو کې خپره شوې ده په کندهار ولایت کې د یوې څرخکۍ د رالوېدو شېبه ښکاره کوي.
د خواله رسنیو ځینې کارونکي وايي، دغه چورلکه په میوند ولسوالۍ کې په سېلابونو کې د بند پاتې کسانو د ژغورولو لپاره پورته شوې وه؛ خو له الوتنې څو شېبې وروسته بېرته راولوېده.
خو ملي دفاع وزارت بیا وايي، دغې چورلکې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه نه وه پورته شوې؛ بلکې له یوې ازمایښتي الوتنې وروسته رانسکوره شوه او په کې دوه پیلوټان هم ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي زیاتوي:«چورلکې سقوط کړی دی او ویجاړه شوې ده، زموږ دوه پيلوټان ټپيان شوي. د یوه وضعیت ښه دی او خو دویم وضعیت لږ نازک دی.»
د ام، ډي ۵۳۰ هره څرخکۍ نږدې یو مېلیون ډالر بیه لري. دغه جنګي چورلکې په امنیتي کمرو سمبال دي او په کره توګه د نښې ویشتو وړتیاوې لري.
د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:«له دغو وسایطو غیر مسلکي کارونه په حیقیت کې جرم دی. موږ هغه هېواد یوو چې ښايي د اوسنیو په لاس کې د شته تخینک د پېرلو وس په کلونو کلونو کې ونه لرو.»
د پوځي چارو کارپوه صادق شینواری هم زیاتوي:«کله چې د غیرمسلکي کسانو له خوا استفاده شي، پوځي وسایل او تجهیزات به له منځه ولاړ شي.»
د اسلامي امارت له بیا رامنځته کېدو مخکې، افغانستان ۱۶۴ بېلابېلې نظامي الوتکې درلودې. خو اسلامي امارت وايي، دمګړۍ په افغانستان کې ۸۱ نظامي الوتکې شته او نږدې ۴۰ یې فعال دي او شاوخوا ۸۰ نورې نظامي الوتکې چې، د تېر حکومت له رانسکورېدو سره سم، تاجیکستان، ازبیکستان او اماراتو ته وړل شوي، لا هم بېرته رالېږدول شوې نه دي.
په دې اړه مو اندونه