Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عاشقان و عارفان زیارت - یوه پټه خزانه

عاشقان زیارت

«عاشقان و عارفان زیارت» د کابل شوربازار تر څنګ د شېر دروازې غره لمن کې موقعیت لري او په کابل ښار کې یو له لرغونو ځایونو څخه ګڼل کېږي.

د پخوا پرتله اوس په کابل ښار کې نسبتاً په عصري معمارۍ جوړ کورونه او دنګې ودانۍ تر سترګو کېږي، خو د دې زیارت شاوخوا لا هم د زوړ کابل ښکلا ژوندۍ ده او تر څنګ یې خټین کورونه ولاړ دي.

 ویل کېږي عاشقان «خواجه عبدالسلام» او عارفان «خواجه عبدالصمد» د پارسي ژبې مشهور شاعر خواجه عبدالله انصاري زامن وو چې د تاریخ پوهانو په وینا په ۱۲مه پېړۍ کې له عرب مسلمانانو سره کابل ښار ته له اسلام سره راننوتل.

د عاشقان «خواجه عبدالسلام» مقبره د دې زیارت له اصلي دروازې دننه، ښي لوري ته د تړانګه دالان وړاندې په یوې ځانګړې خونه کې ده.

د عاشقان و عارفان زیارت ودانۍ په سنتي معمارۍ بڼه د غزنویانو پاچا بهرام شاه پر مهال جوړه شوې ده چې تر ډېره بریده په کې د ښکلا ډېروالي په موخه نږه او طبیعي لرګی کارول شوی دی.

دې زیارت ته د پنج‌شنبې او جمعې په ورځو کې نه یوازې د کابل ښار اوسېدونکې؛ بلکې د افغانستان له لرې ولایتونو هم ډېر خلک راځي او د خپلو هیلو پوره کولو لپاره د دعا په موخه لاسونه لپه کوي.

د عاشقان مقبرې ودانۍ په چت کې یو قندیل او د میناتورۍ بېلابېلو رنګونو کارولو د دې زیارت ښکلا څو برابره ډېره کړې ده.

د عاشقان و عارفان قبرونو تر منځ د عبادت کوونکیو لپاره د «عاشقان و عارفان» په نوم یو ځانګړی جومات هم شته.

د دې زیارت یو ساتونکی محمد عتیق چې ۶۵ کاله عمر لري، وايي، دا زیارت د زردشتیانو له دورې وروسته افغانستان ته د اسلام له راتګ سره هم‌مهاله جوړ شوی دی.

د زیارت عمومي دروازې ته مخامخ او جومات ته څېرمه د عارفان مقبره ده چې ټوله شاوخوا یې په زینتي او ښکلیو لرګیو پوښل شوې ده.

په کابل کې د کورنیو جګرو له کبله دا ښار نږدې په ګنډواله بدل شوی و، خو د «عاشقان و عارفان زیارت» لا هم هغه ډول پاتې دی، ځکه د کابل ښاریان په دې ښار کې دا زیارت یو له سپېڅلیو ځایونو څخه بولي.

د اسلام دې دوه سربازانو – عاشقان «خواجه عبدالسلام» او عارفان «خواجه عبدالصمد» – په زیارت کې اصول داسې دي چې لومړی باید د عاشقان زیارت وشي، ورپسې د عارفان.

د دې زیارت په انګړ کې د یوې اودس خونې تر څنګ د توتو ونې هم شته چې د زیارت په ښکلا کې یې ډېروالی راوستی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه