د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په افغانستان کې له بشري ننګونو څخه د خلاصون لپاره اړینه ده چې نړۍواله ټولنه له اسلامي امارت سره خبرې اترې وکړي.
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېنشر له واشنګټن پُست سره په مرکه کې ټينګار کوي چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادول او له دغه هېواده د نړۍوال ملاتړ له سره پیل، د اسلامي امارت له خوا د برابرو ګامونو پورته کولو ته مشروط دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپیو ګرانډي وايي:«دا ډېره مهمه ده چې له طالبانو سره خبرې وشي، څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د خپلو خلکو ملاتړ کولای شي، فکر کوم چې دا یوازې د نړۍوالې ټولې او په خپله د طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې امکان لري. هغه افغانستان چې په (۱۹۹۶ - ۱۹۹۷) کلونو کې طالبانو ونیوه، له اوسني افغانستان سره چې دوی نیولی، لوی توپیر لري. طالبان باید په اوسني افغانستان کې ژوند وکړي او د خپل مسوولیتونو په ترسره کولو سره تعامل ورسره وکړي.»
خو اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره د رسمي تعامل د پلېدو خبر ورکوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«باید ټولې اندېښنې له ډپيلماټيکو او منطقي خبرو اترو له لارې حل شي. د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی له ټولو لوریو سره په ټولو موردونو خبرې اترې وکړي او تر خپلې وسې د هغوی اندېښنې حل کړي.»
د نړۍوالو اړیکو شنونکي هم له نړۍ سره د افغانستان رسمي تعامل او اړیکې په هېواد کې د اوسنیو ستونزو حل لاره ګڼي.
د نړۍوالو اړیکو شنونکی سید جواد حسیني څرګندوي:«هغو سختو او ستونزمنو شرایطو ته په پام سره چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي، له اسلامي امارت سره له تعامل پرته د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو رسول ناشوني دي.»
سره له دې چې ملګري ملتونه له اسلامي امارت سره خبرې پېچلې ګڼې، خو په ټولنه کې د ښځو حضور، د نجونو د ښوونځيو پرانیستل کېدل، او د اسلامي امارت په حکومت کې د لږکیو د استازو حضور د جدي اړتیاوو په توګه یادوي.