Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت ته د مقاومت جبهې لخوا د انتقالي حکومت د طرحې وړاندیز

د مقاومت جبهې یو غړی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي چې په تهران کې له اسلامي امارت سره په دوه ورځنیو مذاکراتو کې هغوی اسلامي امارت ته د انتقالي حکومت طرحه وړاندیز کړه.

خو د مقاومت جبهې د دغه غړي په وینا، اسلامي امارت په مقابل کې افغانستان ته د مقاومت جبهې د مشرانو د راستنېدو وړاندیز وکړ او په دې ترتیب دغه خبرې اترې بې پایلې پاتې شوې.

 د مقاومت جبهې یو غړی وايي:«هغوی ته زموږ طرحه څرګنده وه، د انتقالي دولت جوړېدل څو دغه دولت د راتلونکي دولت لپاره کار وکړي او خلک مساوي حقونه پیدا کړي، د خلکو آزادي د هغوی په واک کې شي او داسې نور. خو په په مقابل کې د طالبانو وړاندیز تسلیمي وه او مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل.»

خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له دې پرته چې په دې تړاو جزیات ورکړي، د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات ښه ګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل:«تاسې هم کولای شئ چې راشئ، کومه ګیله او شکایت که لرئ، له نږدې کېښنو او خبرې کوو.»

په تهران کې د مقاومت جبهې له مشرانو سره په خبرو کې د اسلامي امارت یوه څلور کسیز پلاوي حضور درلود. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف، د سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزی او د سرحدونو چارو وزارت مرستیال حاجي ګل له مقاومت جبهې سره د مخامخ خبرو د پلاوي غړي وو د مقامت جبهې په غړو کې بیا، پخوانی جهادي قومندان امیر اسماعیل خان، مولوي حبیب الله حسام، حفیظ منصور، د غور پخوانی والي عبدالظاهر فیض زاده او د بادغیس پخوانی والي حسام الدین شمس شامل وو.

د اسلامي امارت د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د مقاومت جبهې د پلاوي مشري امیراسماعیل خان پر غاړه لرله.
 
د سیاسي چارو شنونکی سید جواد حسیني وايي:«موږ له دغو ناستو او له هر هغه حرکت چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت په جوړېدو کې مرسته وکړي ملاتړ کوو.»

د پوهنتون استاد حامد عزیز مجددي هم وویل:«په هېواد کې د اوسني کړکېچ یوازینۍ حل لار د مذاکراتو دوام دی.»

بل خوا محمد یونس قانوني له بي بي سي سره په مرکه کې وایي چې په وینایې سیاستوال د یوې شورا د جوړېدو په حال کې دي.
  
د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني څرګندوي:«همدا چې یوه شورا رامنځته شي، دا شورا په خپله پرېکړه کوي چې دویم او درېیم ګام څه ډول پورته کړي.»

تر اوسه څرګنده نه ده چې د اسلامي امارت او مقاومت جبهې ترمنځ به دغه مذاکرات په راتلونکې کې هم دوام ولري او کنه، خو تمې دادي چې ښکېل افغان لوري خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

تهران په روانه اوونۍ کې په لومړي ځل د اسلامي امارت او د مقاوت جبهې تر منځ د خبرو کوربه و. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه