Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

توماس‌ وېسټ له کرزي او عبدالله سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس‌ وېسټ وايي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي پخلاینې د عالي شورا له پخواني رییس عبدالله عبدالله سره یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

وېسټ په ټویټ کې لیکلي چې هغه له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره په ټلفوني خبرو کې له افغانانو د نړیوال ملاتړ، بشرپاله مرستو او د ښځو د حقونو په اړه جلا-جلا خبرې کړې دي.

وېست په ټویټ کې لیکلي: «پرون مې له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره جلا-جلا خبرې وکړې. زه له هغوی د افغانستان د خلکو د ملاتړ، بشري مرستو او اقتصادي وضعیت، د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو او د پرمختګ په لاره کې د نړۍ د ښکېلتیا په اړه یې د مشورو له امله مننه کوم.»

ورته مهال عبدالله عبدالله ویلي، له ښاغلي وېست سره یې په هېواد کې د روانو ستونزو په اړه ټلفوني خبرې کړې دي. ښاغلي عبدالله په ټویټ کې لیکلي: «د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ښاغلي تام وېسټ سره یې د اوسني بشري ناورین، د خلکو د ژوند د ننګونو، د ورځنیو ستونزو، پوهنې او عامې روغتیا په اړه د نویو پلانونو او عملي حل لارو په اړه ټلفوني خبرې وکړې.»

ښاغلي عبدالله دا هم وویل، هیله لري چې ټولې خواوې به په هېواد کې د ناورین د مخنیوي لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.

حامد کرزي دا هم وویل چې له ښاغلي وېسټ سره یې په ټلفوني خبرو کې د بشري مرستو او د نجونو د زده کړو د زمینې په اړه خبرې کړې دي.

بل‌خوا د امریکا حکومت د افغانستان د خلکو لپاره د ۳۰۸ مېلیونه ډالرو نوې بشري مرستو کڅوړه اعلان کړې ده.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د افغانستان خلکو ته به د کرونا واکسین یو مېلیون ډوزه هم ورکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې امیلی هورن پرون له سپینې ماڼۍ څخه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا مرستې په افغانستان کې د اړمنو کسانو او په سیمه کې د افغان کډوالو لپاره دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرستو له نوې کڅوړې سره به له افغانستان سره د امریکا د مرستو کچه د تېر کال له اکتوبر میاشتې وروسته ۷۸۲ مېلیونه ډالرو ته ورسېږي.

هورن وویل، متحده ایالات اوس‌مهال افغانستان ته د بشردوستانه مرستو ستر برابرونکی هېواد دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه