Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې چاودنې د اسلامي امارت دوه سرتېري ټپیان کړي

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي، نن له غرمې مخکې په کابل ښار کې پر یوه پوځي موټر چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند عقیل جان عزام زیاتوي، دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند په بنايي سیمه کې رامنځ‌ته شوې ده.  

د هغه په خبره، د دې چاودنې پر مهال د اسلامي امارت دوه سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو د دې چاودنې په تړاو ډېر معلومات نه‌دي ورکړي، خو زیاتوي، په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

تر دې دمه هیچا او هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند په بنايي سیمه کې رامنځ‌ته شوې ده.  

تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي، نن له غرمې مخکې په کابل ښار کې پر یوه پوځي موټر چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند عقیل جان عزام زیاتوي، دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند په بنايي سیمه کې رامنځ‌ته شوې ده.  

د هغه په خبره، د دې چاودنې پر مهال د اسلامي امارت دوه سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو د دې چاودنې په تړاو ډېر معلومات نه‌دي ورکړي، خو زیاتوي، په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

تر دې دمه هیچا او هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه