Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو او نجونو حقونه "برید لاندې" راغلي

ملګري ملتونه په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ته د اندېښنې څرګندولو په تړاو وايي، په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو بنسټیزو حقونه تر "برید لاندې" راغلي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د افغان مېرمنو او نجونو حقونو ته په اشارې زیاته کړې چې دوی تر بل هر وخته اوس ملاتړ ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو لیکلي: «د افغان مېرمنو او نجونو بنسټیز حقونه تر برید لاندې راغلي. هغوی له بل هر وخته اوس زموږ ملاتړ او خواخوږۍ ته اړتیا لري.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ دفتر ویلي، په افغانستان کې ۱۱٫۸ مېلیونه مېرمنې او نجونې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. دا سازمان وايي، په پلان کې لري چې مېرمنو او نجونو ته د خوړو، روغتیا، زده‌کړو، معیشیت اسانتیاوې او خوندیتوب خدماتو برابرولو تر څنګ د مرستو رسولو لړۍ پراخه کړي.   

دا په داسې حال کې ده چې چې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته، مېرمنې د زده‌کړو او کار په برخو کې له ځینو محدودیتونو سره مخامخ شوې دي.

بل‌پلو، تېر شپه یو شمېر مېرمنو د خپلې ازادۍ د لاسه ورکولو په تړاو په کابل کې راغونډې شوې وې او دې پرلت ته یې د «د خپلواکۍ لپاره شمعې» نوم ورکړی و.

ملګرو ملتونو ویلي، ۱۱٫۸ مېلیونه افغان مېرمنې او نجونې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه