Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګوتریش د افغانستان د پیسو پر آزادولو او د ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش یو ځل بیا په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، هغه قوانین او شرطونه چې د افغانستان د خلکو او اقتصاد د ژغورلو لپاره د پیسو د کارولو مخه نیسي، ځنډول شوي او د دغه هېواد شتمنۍ باید خوشې شي.

ښاغلي ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس د ژغورنې مرستو ته اړتیا لري او که نړیواله ټولنه په همغږې توګه اقدام ونه کړي، فقر او لوږه به پر افغانانو نوره هم اغېزه وکړي.

هغه په ​​دې باور دی چې سوړ موسم او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د افغانانو لپاره وژونکی ترکیب دی. هغه له افغانستان سره د مرستو د تر ټولو سترې مرستې غوښتنې ته په اشارې سره چې دری ورځې مخکې اعلان شوې وه، وویل چې دغه غوښتنه په دغه هېواد کې لویه مایوسي څرګنده وي.

انتونیو ګوتریش یوې خبري غونډې ته وویل، "ملګرو ملتونو له افغانستان سره د سترو بشري مرستو غوښتنه کړې، چې دا په دغه هېواد کې لوی ناهیلې توب ښيي، چې خپل ماشومان پلوري، څو د کورني نور غړي یې ژوندي پاتې شي. خلک د سونګ توکو د اخیستلو لپاره خپلې شتمنۍ پلوري، او د روغتیایي خدمتونو چمتو کول محدود شوي دي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم ویلي دي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره تر پنځو میلیاردو ډالرو ډیرو مرستو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، ملګري ملتونه په دې لټه کې دي چې د افغانستان په اقتصاد کې د د نقدي پیسو د ډیره ولو لپاره د افغانستان د اقتصاد د سقوط مخه نیسي د اقتصاد ضعف بیله فقر او لوږې نور څه مینځ ته نه شي را وستلای او د افغانستان مرکزي بانک باید خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اسلامي امارت په مشرتابه غږ وکړ چې د بشري حقونو اصولو ته د درناوی وکړي او د ښځو حقونه د وساتي. ګوترش وویل،"افغان ښځې او نجونې زده کړې، روغتیا پاملرنې، کارموندنې او د نورو خدمتونو لاس رسی ته اړتیا لري"

انتونیو ګوتریش وايي، هېڅ هېواد نشي کولای د خپل نیمايي نفوس حقونو ته په نه پام سره پرمختګ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه