Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنتونونو بند پاتې کېدل؛ په ننګرهار کې د دریو محصلینو کیسه

يو شمېر ښځينه محصلين وايي، چې د دولتي پوهنتونونو د دروازو تړل او د ښځو او نجونو لپاره د کاري فرصتونو له نشتوالي اندېښمنې دي، د ټولنې د دې برخې راتلونکې ناڅرګنده ویني.

په ختيځ کې د ننګرهار ولايت ښوونکي احمدخان وويل، چې درې لوڼې يې د ننګرهار پوهنتون د کرنې، انجنيرۍ او ادبياتو پوهنځي محصلنې وې، خو له څو مياشتو راهيسې د دولتي پوهنتونونو دروازې یې د لوڼو پر مخ تړلې دي.

د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې شل کلنې کرشمې طلوع نیوز ته وویل، چې هغې او وړې خور یې تېر کال د ننګرهار پوهنتون د انجینرۍ او ادبیاتو پوهنځی ته د داخلې ازموینه ورکړې وه، خو تر اوسه نه دي بریالي شوې چې دوی ټولګیو ته لاړې شي.

یوه زده کوونکې کرشمه وایي، "زه د انجینرۍ پوهنځی ته بریالی شوم، د ښوونیز کال پای ته ورسېد خو ټولګي ته ولاړه نه شوم. زه ډیره اندیښمنه یم کله چې زه ګورم چې زما کتابچه خالي ده او ما هیڅ نه دي پکې لیکلي."

د کرشمې خور، ځلا، طلوع نیوز ته وویل، "له هغه وخته چې پوهنتونونه تړل شوي، زموږ هیلې له خاورو سره خاورې شوې دي. زه او ټولې نجونې په دې اړه اندېښمنې یو چې زموږ راتلونکې به څه ډول وي. کاش ښوونیزې ادارې د نجونو لپاره خلاصې وای."

زیبا د کرشمې او ځلا مشره خور ده چې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځی د دوهم کال محصله ده. هغه وايي، له زده کړیالۍ څخه نیولې تر محصلۍ پورې له ګڼو ستونزو سره مخ ده، خو په تېر یوه یا دوو کلونو کې د کرونا د ناروغۍ د خپرېدو او د تېر حکومت د سقوط له امله د دولتي پوهنتون دروازې دوه ځلې د محصلینو پر مخ تړل شوې دي.

یوې زده کوونکې زیبا وویل: " دولتي او خصوصي پوهنتونونه باید پرانستل شي، دا د ښځو لپاره ډیره اړینه ده، ځکه یو شمېر ښځې د کور سرپرستان نه لري، دوی زده کړې کړې، فارغې شوې او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره کار کوي."

زیبا له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د نجونو د زده کړې مخه ونیسي.

د دغو نجونو پلار احمد خان وايي، چې د اقتصاد له خرابوالي سره سره يې هڅه کړې، چې خپلې لوڼې له زده کړو لرې ونه ساتي. احمد خان په اسلامي امارت غږ کوي چې د ښځینه زده کوونکو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

احمد خان وويل: "پوهنه د يوې ټولنې او هېواد د پرمختګ بنسټ دى. کله چې زده کړه بنده شي، د ټولنې د پرمختګ مخه نيسي."

د اټکل له مخې د ننګرهار په دولتي پوهنتون کې د څه باندې ۱۵۰۰۰ محصلینو له ډلې څخه نږدې ۳۰۰۰ یې ښځینه محصلینې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دوه ورځې وړاندې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به دولتي پوهنتونونه د محصلینو پر مخ پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه