Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د کار له نشتون او اقتصادي ستونزو له امله د کارګرانو شکایت

په کابل کې ځينې کارګران له هغه څه چې د کار نشتون او اقتصادي ننګونې ګڼي شکایت کوي.

دا کارګران چې ډېری یې د روزمزد کارګران دي، زیاتوي چې له سهاره تر ماښامه د کار په لټه کې دي خو نه بریالي کېږي چې کار پيدا کړي.

عبدالحبیب یو له هغو سلګونو کارګرانو دی چې په خپل لاسګاډي سره د خلکو مالونه لېږدوي؛ خو وایي چې په ورځو ورځو د کار په تمه وي او ډېری ورځې تش لاس کورته ځي.

که څه هم دی ۷۰ کلن دی، خو ناچارۍ دې ته اړ کړی چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار وکړي. دی وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله ان درې څاښته خوړو ته هم لاسرسی نه لري.
   
کارګر عبدالحبیب وايي:«۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ کار کوم چې له هغه سره یوازې د شپې له خپلې کورنۍ سره ډوډۍ خورم او دوه وخته نور ماشومان مې لوږي پاتې کېږي.»

په دې لړ کې د اقتصاد وزارت وایي چې په هېواد کې خلکو ته د کار د زمینې د برابرولو لپاره نوی طرحه په پام کې لري.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري څرګندوي:«دم ګړۍ له ایراني، چینايي او ترکي شرکتونو سره د تعامیل په حال کې یوو چې دغه شرکتونه خپلې پروژې دننه افغانستان ته راوړي او له دې لارې موږ کولای شو د دندو له پيدا کېدو سره مرسته وکړو.»

پر افغانستان د نړۍوالې ټولنې د مرستو په بندېدو سره، خلک له بې روګارۍ او بې وزلۍ سره مخ شوي دي. په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په هېواد کې د اندېښنې په څرګندولو سره، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه