Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکمنستان ته د متقي سفر او د دوو سترو پروژو د کار پيل په اړه خبرې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د بېلابېلو سیاسي، او اقتصادي مسایلو په تړاو د خبرو لپاره عشق لباد ته رسېدلی دی.

افغانستان او ترکمنستان د برېښنا او انرژۍ د دوو سترو پروژو د کارونو د پېل لپاره له یو بل سره خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په عشق اباد کې د ترکمنستان له چارواکو سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې د ټاپ برېښنا پروژې کار به د راتلوونکي کال په پسرلي کې به پیل شي.

نوموړی د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په خبرو کې په سیمه کې د برېښنا او ګازو د لېږد د لویو پروژو پر عملي کېدو ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي:«هیله لرو چې د ټاپي له پیل مخکې، په راتلوونکي پسرلي کې ان شاالله د ټاپ کار پیل شي او شونې ده چې په مارچ میاشت کې کارونه یې پيل شي.»

د ټاپ پروژې د کارونو د پېلېدو څرنګوالی، په راتلونکي پسرلي کې د ټاپي پروژې د کار پېلېدل او د اقینې او تورغنډۍ د بندرونو د اوسپنې پټلۍ له نیمګړو پروژو نه په کار اخیستو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتېدل هغه مسلې وې چې په دغو کتنو کې پرې خبرې شوې دي.
      
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل څرګندوي:«د جنورۍ له ۲۰ مې وروسته له ترکمنستانه یوه تخنیکي ډله افغانستان ته راځي او زموږ له لوري یوه تخنیکي ډله ورسره یوځای کېږي او ځي دغه سیمې څېړي. یوازې د استملاک موضوع پاتې ده چې بشپړ شي، د دغې پروژې کار عملاً د افغانستان په خاوره کې پيلېږي.»
         
د پوهنتون استاد سید مسعود هم زیاتوي:«ترکمنستان او افغانستان د طالبانو له لومړي پړاو واکمنۍ څخه تر نننه ښې او حسنه اړیکې لري.»

کابل ډاډ ورکوي چې د ټاپي پروژې یا افغانستان، پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد د پروژې او دغه راز افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د لېږد د ټاپ پروژې د عملي کېدو لپاره زمینه برابره شوې ده، خو ځينې کارپوهان د نړۍ د هېوادونو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د دا وړ پروژو پر وړاندې لویه ستونزه ګڼي.

د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په خبرو کې په سیمه کې د برېښنا او ګازو د لېږد د لویو پروژو پر عملي کېدو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه