Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: مخدوم عالم د لاڅېړنو په موخه کابل ته راوستل شو

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې په بلخ کې د اسلامي امارت یو ځايي قومندان مخدوم عالم له نیول کېدو وروسته کابل ته رالېږدول شوی.

د اسلامي امارت دغه ځايي قومندان چې د فاریاب اوسېدونکی دی، او د هغه نیول په میمیې ښار کې له یو لړ اعتراضونو سره مخ شو.

ظاهران په مېمنې ښار کې د هغه د پلویانو اعتراضونو کومه پایله ورنه کړه او نوموړی اوس د نورو پلټنو او ګروېږنو لپاره پلازمېنې ته رالېږدول شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«هغه کس چې په فاریاب کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی، دم کړۍ د امنیتي ځواکونو په بند کې دی. څېړنې روانې دي ترڅو معلومه شي چې پېښه څه ده؟»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بي بي سي ته ویلي دي چې په فاریاب کې په دغه ځایي قومندان یو لوی تور دا دی چې ګواکې د انسان تښتونو په پېښو کې لاس لري.

       د کرنې وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمان راشد وویل:«دا خبره له خپلې خولې لېرې کړئ، چې موږ به د لاریون له لارې کوم کار وکړو. له لاریونه هېڅ کار نه کېږي. دا لاریونونه لوېدیځوالو جوړ کړي دي. دې ته ډموکراسي وايي.»

د فاریاب ځایي چارواکي وایي چې په مېمنې ښار کې وضعیت بېرته عادي شوی دی

د فاریاب والي قاري حفیظ الله هم څرګندوي:«موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې په ښار کې دا ډول جنجال رامنځته کړي.»

مخدوم عالم په تېرو شلو کلونو کې د هېواد په شمال کې د اسلامي امارت یو له پېژندل شویو قوماندانونو بلل کېده، اسلامي امارت له دغه ازبیک توکمي قوماندان سره هر ډول تبعیض ردوي.

مخدوم عالم چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په بلخ کې ونیول شو اوس کابل ته رالېږدول شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه