Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوه پخواني سرتېري اووه یتیمان له ناوړه اقتصادي وضعیته کړېږي

د پخواني حکومت له یوه سرتېري چې نږدې شل ورځې وړاندې یې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له کبله ځان‌ وژلی و، اووه ماشومان پاتې دي او له ناوړه اقتصادي وضعیته کړېږي.

شاوخوا شل ورځې وړاندې د خوست د اسماعېل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزې سیمې اوسېدونکي حیات‌ګل د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له کبله د لاسي بم په چوولو سره ځان‌وژنه وکړه چې اووه یتیمان ترې پاتې شول.

د نوموړي اولادونه وايي، د پلار له وژل کېدو وروسته له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ شوي.

د حیات‌ګل نهه کلن زوی نصیب نور وايي: «دولس بجې وي، پلار مې په کټ کې پروت و. ما ته یې وویل، بهر چکر ته لاړ شه، زه چې بېرون ووتلم، ډېر لرې نه وم تللی چې چاودنه وشوه، خو کله چې کور ته راغلم، ژړا وه، پلار مې په کټ کې پروت و.»

د حیات‌ګل کوچنۍ لور ثریا وايي، د پلار له وژل کېدو وروسته ښايي زده‌کړې و نه‌شي کړای او زیاتوي: «اوس چې مو پلار مړ شوی، نه مې د کتابو، نه مې د کتابچو او نه مې د میوې څوک شته چې راته یې راوړي.»

د حیات‌ګل ورور محمدګل وايي: «اوس مې د ورور فامیل زما تر غاړې شوی دی، په اقتصادي ډول یې زه نه‌شم ساتلی، ځکه چې زه خپله بې‌وسه یم.»

د حیات‌ګل مېرمن وايي، ناڅرګندې راتلونکې یې هغه او اولادونه اندېښمن کړي.

ورته مهال اسلامي امارت وايي، هڅه کوي چې د حیات‌ګل او هغه ته ورته کورنیو سره مرسته وکړي. د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي: «د پخوانیو چارواکیو په رابطه امیرالمومنین فرمان صادر کړی دی چې دوی راوغواړئ، مشکلات یې واورئ، رسېده‌ګي ورته ورکړئ او مشکلات یې حل کړئ، تر څو د دوی اقتصادي مشکلات هم حل شي.»

د حیات‌ګل کوچنۍ لور ثریا وايي، د پلار له وژل کېدو وروسته ښايي زده‌کړې و نه‌شي کړای.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه