Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د پیوستون اجماع د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړه

د ښځو یوه ډله په کابل کې په یوې غونډه کې د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړه او د افغانستان د کنګل شویو پیسو په هکله د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له څرګندونو د ملاتړ اعلان وکړ.

دغه مېرمنې په یوې وړاندیزي طرحه کې له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو چارو وزارت بیا جوړ کړي، نجونو ته د زده کړو او په کابینه کې د ښځو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.

دغه غونډه د ښځو د پيوستون اجماع له خوا د هېواد د وضعیت د څېړنې لپاره په کابل کې جوړه شوې وه. ګډونوال وايي چې افغانستان باید په اقتصادي کلابندۍ کې نه وي او اړتیا ده چې د دغه هېواد کابو ۱۰ مېلیارد ډالره شتمني ژر تر ژره د امریکا له بانکونو ازادې شي.

د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله تاجور کاکړه وايي:«موږ له نړۍ او حقوقي بنسټونو پوښتنه کوو هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي او وايي چې پیسې دې نه ازادوي، ښايي یو مېلیون هم نه وي، موږ خبر لرو چې داسې وايي، ایا لازمه ده چې د یو مېلیون لپاره ۳۴ مېلیونه له لوږې ووژنو.» 

د دغې غونډې ګډونوال په هېواد کې د ښځو له ناخواله وضعیته هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ښځو د حقونو فعاله اسما څرګندوي:«د ښځو له انساني ځواکه او د ښځو له کدرونو په استفادې په مهمو لېستونو کې، په وزارتونو کې د مرستیالې په توګه د ښځو ګومارل او بې وزله کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې او د افغانستان ټولو وګړو ته د کاري زمینو برابرول، زموږ له غوښتنو دي.»

خو اسلامي امارت ټينګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو رعایت ته ژمن دي او د نوي کال په پسرلي کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو لپاره هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه