Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې سبا ته یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راشي

پاکستاني رسنۍ وایي چې، ټاکل شوې سبا د دې هېواد د لومړي وزیر د ملي امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ یو پلاوي له کابله لیدنه وکړي.

ورته مهال اسلامي امارت وایي چې، له پاکستاني پلاوي سره به په اقتصادي. سیاسي او په ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستیو رامنځته شویو جنجالونو په اړه خبرې وکړي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر په هکله رپوټونه د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستاني پوځيانو د توغندیو له توغولو سره هم مهاله خپرېږي، د هېواد په ختیځ کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې پاکستاني پوځيانو تېره ورځ د کونړ ولایت پر ځینو برخو څو توغندي توغولي دي.

د هېواد په ختېځ کې سرحدي ځواکونه وایي، چې له پرون راهیسې د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ یوویشت توغندې راتوغول شوي دي، خو د دوی په وینا، د دغو بریدونو ځواب یې هم ورکړی دی.

اسلامي امارت د ډېورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې ترینګلتیاوې یوه له هغو مسایلو ګڼي چې له پاکستاني پلاوي سره به پرې خبرې وشي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«اقتصادي، سوداګریزې، سیاسي مسایلو او د کډوالو ستونزو او همدارنګه د هغو شخړو په هکله چې په دې وروستیو کې په صفري سیمو کې رامنځته شوي دي، دواړه لوري بحث او خبرې وکړي.»

خو کابل او اسلام آباد ته د دواړو لورو له ډېرو سفرونو سره سره، پاکستان تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ څرګندوي:«هر پلاوی چې له پاکستانه افغانستان ته راځي د خپل هېواد د موخو لپاره راځي، نه زموږ د جنګ ځپلي هېواد د غم لپاره.»

د ډېونډر د فرضې کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځولو او افغانستان ته د پاکستان د بشري ځواک د احتمالي لېږلو په تړاو د عمران خان خبرو په دې وروستیو کې په هېواد کې توند غبرګونونه راپارلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه