Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان: ا.ا له ټولنیز ژونده د ښځو او نجونو د حذف په هڅه کې دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان په افغانستان کې له ټولینز ژوند څخه د ښځو او نجونو د حذف لپاره د اسلامي امارت د هڅو په هکله ګواښ کړی دی.

د دغو کارپوهانو په وینا، له اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ټولنې څخه د ښځو د حذف لپاره په ټول هېواد کې منظمې هڅې روانې دي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې د افغان ښځو پروړاندې منظم تبعیض او تاوتریخوالي د هغوی پر وړاندې ژوند سخت کړی دی.

دغه بنسټ اندېښمن دی چې په افغانستان کې به د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو محدودیتونه په دغه هېواد کې د بې وزلۍ د زیاتېدو لامل شي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ کارپوهان وايي:«موږ په افغانستان کې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخونو کې د ښځو د محرومولو دوامداره او منظمو هڅو ته اندېښمن یوو. د ښځو پر وړاندې محدودیتونه، د قوم مذهب او یا هم د هزاره، تاجیک او هندو د ژبني اقلیت پر بنسټ ترسره کېږي.»

په بشري حقونو کې د بشري حقونو عالي کمېشنري زیاتوي چې د افغانستان د حکومت له اډانې نه د ښځو د ملاتړو ادارې لېرې کېدل، په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لار هواروي.

د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب څرګندوي:«په افغانستان کې ښځې د طالبانو له راتګ سره هم مهاله له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ شوي دي چې اوس هم له ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.»

خو اسلامي امارت د دغو خبرو په ردولو سره وایي چې ښځې لاهم په حکومتي ادارو کې پر دندو بوختې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي:«پر ښځو هېڅ محدودیت نه دی لګول شوی، ټولې ښځې په حکومتي بنسټونو کې پر فعالیت بوختې دي او په نوي حکومت کې د ښځو د ګومارلو لپاره پر تګلارو کار روان دی.»

د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته ښځو د هغه څه په غبرګون کې چې د ځان پر وړاندې یې محدودیتونه ګڼي، وخت ناوخته اعتراضونه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه