د الفتح قول اردو قومندان وايي چې د اسلامي امارت څه باندې ۳۰۰۰ تنه ځواکونه له مسلکي زده کړو وروسته د سرپل ولایت د امنیت د تامین لپاره ځای پر ځای شوي دي.
د الفتح قول اردو قومندان مولوي عطاالله عمري په سرپل ولایت کې د داعش ډلې په هکله رپوټونه ردوي او ګواښ کوي چا ته به د ویجاړونکو فعالیتونو اجازه ورنه کړي.
ښاغلی عمري ټينګار کوي چې د ځواکونو د روزنې او بسیج پروګرام دوام لري او امریکا په افغانستان کې د اسلامي امارت ځواکونو د سرښندنې په پایله کې ماته وخوړله.
د الفتح قول اردو د پياده دویمې لوا قومندان مفتي محمد مقتصد په دې هکله وویل:«په درېیم کنډک کې ۵۰۰ تنه مجاهدین دي او زر تنه نور هم په سرپل ولایت کې په څلورم کنډک کې دي.»
د فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو د امنیت تامین مسوولیت په بلخ کې د الفتح قول اردو په غاړی دی.
په دې اړه مو اندونه