Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي هېوادونو ته رییس الوزرا: امارت په رسمیت وپېژنئ

 رییس الوزرا له اسلامي هېوادونو غواړي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په مسله کې لومړنی ګام پورته کړي.

ملا حسن اخند «د افغانستان په اقتصادي» غونډه کې له نړۍوالۍ ټولنې هم وغوښتل چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

د اسلامي امارت رییس الوزار محمد حسن اخند وايي د نوي حکومت په رسمیت د نه پېژندلو له امله افغانستان له بېلابېلو اقتصادي ننګونو سره مخ شوی دی.

رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند وویل:«له اسلامي هېوادونو هیله کوو چې افغانستان په رسمیت وپېژني، د نورو هېوادونو په تمه دې نه وي که چېرې هغوی په رسمیت وپېژندل، تاسې هم د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره لاس پورته کړئ.»

رییس الوزرا د هېواد د اوسنیو ستونزو پر حل لارو هم ټينګار وکړ:«که چېرې په هېواد کې اقتصادي پروګرامونه اجرا شي، زه باوري یم چې دا کولای شي افغانستان له اوسني وضعیته بهر کړي.»

له دې سره هم مهاله د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې د نړۍ له هېوادونو سره د کابل د اړیکو نوی فصل پیل شوی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي وویل:«هغوی ته معلومه شوه چې افغانستان د یوه مسوول، ژمن، او مقابل درناوي ته ژمن او د ګډو ګټو څېښتن یو نظام دی.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د افغان ښځو او نجونو ونډه مهمه بولي.

دیبرا لاینز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې څرګندوي:«بې له شکه، اقتصادي پرمختګ، ټول ګډونه حکومت، بشري حقونه او د ټولو خلکو تر منځ برابري یو له بل سره تړلي دي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو ونډه چې د نفوس نیمایي برخه جوړوي، او لکه څنګه چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر دوی هم په دې پوهېږي. او دا د یوه هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم دی.» 

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړۍ د بشري حقونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تامین کې د پاتې راتلو په اړه نیوکې کوي، خو کابل وايي، چې د رسمیت پېژندلو لپاره یې د نړۍ ټول شرایط پوره کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه