Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه د ۲۶۸ مېلیونه یورو په ارزښت پروژې پیلوي

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې يې د ۲۶۸.۳ مېليونه يورو په ارزښت پروژې پیلوي، څو د دې هېواد د اقتصادي او بشري وضعيت د خرابېدو مخه ونيسي.

اروپايي ټولنې د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او ویلي یې دي چې د دغو پروژو موخه د افغانستان له خلکو سره نېغ په نېغه مرسته کول دي چې له روان ناوړه اقتصادي وضعیت څخه را ووځي.

اروپايي کمیسیون ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې له‌خوا نوې پیل شوې پروژې تمویلېږي.

له بلې خوا اروپايي ټولنې ویلي، دغه پروژې به د پوهنې، روغتیا او د افغانانو د ژوندانه د ملاتړ په برخو کې پلې شي.

دې تولنې ویلي، «د اروپايي ټولنې مرستې به په افغانستان کې د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو په ګډون د ټولو خلکو په زده کړه، روغتیا، ژوندانه او د روغتیا په خوندیتوب تمرکز وکړي.»

اروپايي ټولنې ویلي، د بشري حقونو د مدافعینو او د مدني ټولنو د سازمانونو ساتنه هم د نویو پیل شویو پروژو یوه برخه ده.

جوتا یوروپیلین، د اروپایي ټولنې د نړیوال مشارکت کمېشنرې وویل: «هغه څه چې موږ څو ځله ویلي، اوس یې تر سره کوو. موږ به هیڅ‌کله افغانستان په خپل حال پرېنږدو. د خلکو یوازې نه پریښودل د اروپایي ټولنې یو له مهمو اصولو څخه دی.»

دغه تولنې ویلي، "د اروپايي ټولنې مرستې به په افغانستان کې د کډوالو، او داخلي بې ځایه شویو په ګډون د ټولو خلکو په زده کړه، روغتیا، ژوندانه او د روغتیا په خوندیتوب تمرکز وکړي."

Thumbnail

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې يې د ۲۶۸.۳ مېليونه يورو په ارزښت پروژې پیلوي، څو د دې هېواد د اقتصادي او بشري وضعيت د خرابېدو مخه ونيسي.

اروپايي ټولنې د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او ویلي یې دي چې د دغو پروژو موخه د افغانستان له خلکو سره نېغ په نېغه مرسته کول دي چې له روان ناوړه اقتصادي وضعیت څخه را ووځي.

اروپايي کمیسیون ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې له‌خوا نوې پیل شوې پروژې تمویلېږي.

له بلې خوا اروپايي ټولنې ویلي، دغه پروژې به د پوهنې، روغتیا او د افغانانو د ژوندانه د ملاتړ په برخو کې پلې شي.

دې تولنې ویلي، «د اروپايي ټولنې مرستې به په افغانستان کې د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو په ګډون د ټولو خلکو په زده کړه، روغتیا، ژوندانه او د روغتیا په خوندیتوب تمرکز وکړي.»

اروپايي ټولنې ویلي، د بشري حقونو د مدافعینو او د مدني ټولنو د سازمانونو ساتنه هم د نویو پیل شویو پروژو یوه برخه ده.

جوتا یوروپیلین، د اروپایي ټولنې د نړیوال مشارکت کمېشنرې وویل: «هغه څه چې موږ څو ځله ویلي، اوس یې تر سره کوو. موږ به هیڅ‌کله افغانستان په خپل حال پرېنږدو. د خلکو یوازې نه پریښودل د اروپایي ټولنې یو له مهمو اصولو څخه دی.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه