Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جو بایډن: له افغانستانه وتل پر ځای پرېکړه وه

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع وکړه او وې ویل، له افغانستانه د وتلو په خاطر چې په دې اړه پرې نیوکې هم شوي، بښنه نه غواړي.

بایډن د چهارشنبې په ورځ د هغې ناستې پر مهال چې په سپینه ماڼۍ کې د هغه د یوې کلنې دورې په مناسبت جوړه شوې وه، وویل، امریکا په افغانستان کې په پراخه کچه پیسې لګولي او په وینا یې په افغانستان کې د پاتې کېدو په صورت کې لا ډېرې پیسې لګول کېدې او اړتیا وه چې دې هېواد ته نور امریکايي ځواکونه هم واستوي.

د بایډن په خبره، په تېرو شلو کلونو کې امریکا په افغانستان کې هره اوونۍ یو مېلیارډ ډالر لګول. نوموړي وویل: «موږ په افغانستان کې شل کاله هره اوونۍ یو مېلیارډ ډالر لګول. هر هغه څوک چې فکر کوي چې کولای یې شول افغانستان تر یوه واحد حکومت لاندې راغونډ کړي، لاس دې پورته کړي؟»

بایډن په افغانستان کې د یووالي راوستلو ستونزې ته په اشارې وویل، په همدې دلیل دا هېواد د امپراتوریو هدیره ده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بېړه وتلو او له ګډوډۍ ډکې تخلیې بهیر وروسته، د جو بایډن اداره تر سختو نیوکو لاندې راغله، خو بایډن وايي، د وتلو پرېکړه یوه سمه فیصله وه.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شل کلن حضور د تېر ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ په ۳۰مه هغه مهال پای ته ورسېد چې په همدې نېټه په نیمه شپه د امریکايي ځواکونو وروستي ټولي، د کابل هوايي ډګر پرېښود.

د تخلیې بهیر پر مهال د کابل هوايي ډګر دروازې په خوله کې د دیارلسو امریکايي ځواکونو په ګډون له سلو ډېر کسان ووژل شول او څه باندې سل تنه نور ټپیان شول او دا هغه پېښه وه چې د بایډن پر ادارې او له افغانستانه د وتلو پرېکړې باندې نیوکې ‌ډېرې شوې.

له دې پېښې درې ورځې وروسته، په کابل کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې د اووه ماشومانو په ګډون لس کسان ووژل شول چې امریکايي ځواکونو دا برید یوه تېروتنه وبللـه او زیاته یې کړه، دوی هڅه کوله چې پر هوايي ډګر د دویم برید مخه ونیسي، خو په تېروتنه یې د ملکي کسانو موټر په نښه کړ.

نن د امریکا دفاع وزارت هم د دې هوايي برید لومړنۍ ویډیو خپره کړه.

د بایډن په خبره، په تېرو شلو کلونو کې امریکا په افغانستان کې هره اوونۍ یو مېلیارډ ډالر لګول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه