Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګوټرېش: د رسمیت پېژندلو لپاره بشري حقونو ته درناوی اړین دی

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرېش وايي چې د ښځو او نجونو او په ټول کې د بشر حقونو ته درناوی له اړینو کړنو دي چې باید د اسلامي امارت له خوا د رسمیت پېژندلو لپاره ترسره کړل شي.

ګوټرېش چې تېره ورځ په نیویارک کې خبرې کولې وویل چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو او د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو لپاره باید د بشر حقونو ته درناوی وکړي. 

هغه زیاته کړه:«دا (بشري حقونو ته درناوی) هغوی (اسلامي امارت) ته د رسمیت پېژندلو لپاره خپلې موخې ته د رسېدو او خپلو خلکو ته د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو په درشل کې په بشپړه توګه اړین دي. اړینه ده چې هغوی په بشپړه توګه د ښځو، نجونو حقونو ته درناوی وکړي او په ټول کې د بشري حقونو په اړه یوه مثبته کړنلار ولري.»

بلخوا ښاغلي کوټرېش له اسوشېټډپرس سره په مرکه کې وايي چې پر افغانستان د بندیزونو لګول باید د دغه هېواد خلک زیان ونه رسوي او پر ټولیزې سزا پای ومومي. 

نوموړي څرګنده کړه:«راځئ چې دوه څېزونه له یو بله جلا کړو، یو طالبان او بل د افغانستان خلک. موږ نه شو کولای چې په هغو ناسمو کارونو سره چې د طالبانو له لوري ترسره کېږي، د افغانستان خلک مجازات کړو. البته چې دا مهمه ده، چې په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په پام سره بشري مرستې زیاتې شي، ځکه افغانان په ډېر سخت وضعیت کې دي او د مرګ او لوږې له خطر سره مخ دي.»

خو اسلامي امارت تل ویلي دي چې د ښځو، نجونو په ګډون د افغانستان ټول خلک د اسلامي اصولو او قوانینو په چوکاټ کې له خپلو حقونو برخمن دي او څوک نه ش کولای چې د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړي.

د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو حقونه له هغو موضوعګانو دي چې تل د نړۍوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د وار له مخې شرطونو په توګه ښودل شوي دي، ځکه د تېر حکومت له پرځېدو وروسته، د هېواد په ځینو برخو کې له شپږم ټولګې پورته زده کوونکې ښوونځي ته له تګه پاتې شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اوس اوس ویلي دي چې دوی هڅه کوي د نوي کال په پسرلي کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه:«موږ د نجونو د زده کړو مخالف نه یوو؛ خو ځينې ستونزې شته چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه پر نویو طرحو کار کوي او هڅه دا ده چې په راتلوونکي کال کې دغه ستونزې حل او په ټول هېواد کې ښوونځي پرانیستل شي.»

بلخوا د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي دي که چېرې اسلامي امارت د نوي کال په پسرلي کې د نجونو ټول ښوونځي پرانځي، امریکا او نړۍواله ټولنه چمتو ده چې د ښوونکو معاشونه ورکړي.

ښاغلي کوټرېش له اسوشېټډپرس سره په مرکه کې وايي چې پر افغانستان د بندیزونو لګول باید د دغه هېواد خلک زیان ونه رسوي او پر ټولیزې سزا پای ومومي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه