Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې دې یوې مېرمنې له خوا د خیاطۍ د مرکز جوړېدل

په داسې حال کې چې، په هېواد کې له وروستیو تحولاتو سره یو شمېر ښځې بې کاره شوي دي؛ خو په کابل کې یوې ښځې د خیاطۍ د یوه مرکز په جوړولو سره لسګونه ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

د دغه مرکز مسووله وايي، په دغه ځای کې د اوس لپاره ۳۰ ښځې کار کوي.

د خیاطۍ مرکز مسووله سهیلانوري څرګندوي:«۳۰ تنه دي چې په مرکز کې کار کوي، ۱۰ تنه ښوونکې دي.»

د نوموړې په وینا، په دې وروستیو میاشتو کې د تېر پر تله د دوی کار وباره هم پیکه شوی دی.

اغلې نوري وايي:«موږ تړونوال لرل، له هغې پرته په اجوره ګنډونکي مو هم زیات لرل او کولای مو شول استادانو او خپلو همکارانو ته چې له موږ سره کار کاوه معاش ورکړو خو اوس نه شو کولای.»

هغه ښځې چې، اوس په دې مرکز کې کار کوي خوشحاله برېښي او وايي چې، له دغه کاره د یوې اندازې پیسو په ترلاسه کولو سره کولی شي د خپلو کورنیو یو څه لګښت پرې کړي.

کارګره نرګس وايي:«زه غواړم چې ښځو ته لږ تر لږه یوه لار پرېږدي چې وکړای شي خپل کار ته دوام ورکړي.»

بله کارګره لیلما هم څرګندوي:«زمو میاشتنی عاید زر افغانۍ کېږي زموږ په کور کې له ما پرته بل څوک کار نه کوي.»

دغه ښځې له اسلامي امارته غواړي چې، په هېواد کې نورو ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړي؛ څو ورسره د ښځو د اقتصاد له ښه کېدو سربیره په ټولنه کې د پرمختګ لامل هم شي.

دغه ښځې له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د نورو ښخو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي چې هغوی په ټولنه کې له دې زیات زیان ونه ویني.

تصویر بندانگشتی

په داسې حال کې چې، په هېواد کې له وروستیو تحولاتو سره یو شمېر ښځې بې کاره شوي دي؛ خو په کابل کې یوې ښځې د خیاطۍ د یوه مرکز په جوړولو سره لسګونه ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

د دغه مرکز مسووله وايي، په دغه ځای کې د اوس لپاره ۳۰ ښځې کار کوي.

د خیاطۍ مرکز مسووله سهیلانوري څرګندوي:«۳۰ تنه دي چې په مرکز کې کار کوي، ۱۰ تنه ښوونکې دي.»

د نوموړې په وینا، په دې وروستیو میاشتو کې د تېر پر تله د دوی کار وباره هم پیکه شوی دی.

اغلې نوري وايي:«موږ تړونوال لرل، له هغې پرته په اجوره ګنډونکي مو هم زیات لرل او کولای مو شول استادانو او خپلو همکارانو ته چې له موږ سره کار کاوه معاش ورکړو خو اوس نه شو کولای.»

هغه ښځې چې، اوس په دې مرکز کې کار کوي خوشحاله برېښي او وايي چې، له دغه کاره د یوې اندازې پیسو په ترلاسه کولو سره کولی شي د خپلو کورنیو یو څه لګښت پرې کړي.

کارګره نرګس وايي:«زه غواړم چې ښځو ته لږ تر لږه یوه لار پرېږدي چې وکړای شي خپل کار ته دوام ورکړي.»

بله کارګره لیلما هم څرګندوي:«زمو میاشتنی عاید زر افغانۍ کېږي زموږ په کور کې له ما پرته بل څوک کار نه کوي.»

دغه ښځې له اسلامي امارته غواړي چې، په هېواد کې نورو ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړي؛ څو ورسره د ښځو د اقتصاد له ښه کېدو سربیره په ټولنه کې د پرمختګ لامل هم شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه