Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ستونزو په اړه د روږدو کسانو د زر بستریز روغتون د چارواکو شکایت

په کابل کې پر نشو د روږدو کسانو د درملنې زر بستریز ابن سینا روغتون چارواکي وايي دوی د ژمني د ساړه څپرکي له پرېمانه ستونزو سره مخ دي.

د دغه روغتون د رییس په وینا، د خوراکي توکو کښمت، د مناسب ځای نشتوالی، د کارکوونکو او سونګ توکو کمښت په دغه روغتون کې له شته ننګونو دي.

د روږدو کسانو زر بستریز ابن سینا روغتون رییس احمد ظاهر سلطاني وايي:«موږ ژمنیو جامو او توکو ته اړتیا لرو، همدارنګه د حمام د ګرمولو لپاره لرګیو او د ډبرو سکرو ته اړتیا لرو.»

د مسوولانو په وینا، اوسمهال په دغه روغتونو کې پر نشه یي توکو روږدي ۲۵۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي. 

بلخوا په دغه روغتون کې ځينې روږدي کسان هم د ښه خدمتونو له نشتونه شکایت کوي.

یو تن له روږدو کسانو وویل:«ناروغان ډېء دي په هر چپرکټ دوه دوه ناروغان ویده یوو ځکه چې ځای نشته.»

بل خوا د عامې روغتیا وزارت وایي، دوی هڅه کوي چې په دغه روغتون کې شته ستونزې هوارې کړې.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند هژیر څرګندوي:«په لومړي ګام کې د دې په هڅه کې یوو چې دغې برخې ته سمه مالي سرچینه پیدا کړو.»

شمېرې ښيي چې په هېواد کې څه باندې شپږ مېلیونه کسان پر نشه يي توکو روږدي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه