Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبرو اترو له لارې د اغزن مزي د مسلې پر حل د اسلامي امارت ټينګار

اسلامي امارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځولو مسله باید د خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اوس اوس ویلي دي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځول ۲۰ کیلو مټره پاتې دي او ډېر ژر به بشپړ شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید زیاتوي:«د اغزن مزي د بشپړېدو لپاره یوازې ۲۰ کیلومتره پاتې دي. په بلوچستان کې له ایران سره ۲۰۰ کیلومتره سرحد لرو چې پر هغه سرحد د اغزن مزي د غځولو چارې بشپړې شوي؛ خو له افغانستان سره د اغزن مزي د بشپړېدو لپاره ۲۰ کیلومتره پاتې دي.»
 
دغه پاکستان چارواکی همداراز د افغانستان د اوسني حکومت پر هغه ډاډ ټینګار کوي چې، د افغانستان خاوره به د پاکستان پر خلاف ونه کارول شي.

ښاغلی رشید زیاتوي:«طالبانو موږ ته ډاډ راکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر خلاف ونه کارول شي؛ خو د ننګرهار، کونړ او نورستان د خلکو غوښتنې ډېرې دي. که چېرې تاسو له قانوني لارو پاکستان ته راتګ غواړئ؛ نو هېڅ ستونزه نشته؛ خو له هغو کسانو سره چې، له قانوني لارو نه راځي، ورسره ستونزې لرو.»

له دې سره سم، اسلامي امارت بیا وايي، د ډيورند پر فرضي کرښې د اغزن تار د غځولو مسایل باید د خبرو له لارې حل شي. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اوس هم اسلامي امارت غوره ګڼي ټولې هغه مسلې چې په صفري برخه کې رامنځته کېږي د دوه اړخیز تفاهم له لارې حل شي.»

له بل لوري د نظامي او سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې اړه بېلابېل لید لوري لري.

د پوځي چارو کارپوه جنرال ثمر سادات وايي:«که چېرې د افغانستان له لوري ادعا لري چې ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني، باید سندونه او شواهد د ملګرو ملتونو سازمان حقوقي برخې ته وړاندې کړي ترڅو هلته دوسیه په بنسټيزه توګه حل شي.»

پاکستانی خبریال طاهر خان هم څرګندوي:«د کورنیو چارو وزارت نوې څرګندونې د پاکستان د دریځ په دوام کې دي چې غواړي اغزن مزي غځولو ته دوام ورکړي.»

د ډیورند پر فرضي کرښې د پاکستاني نظاميانو له لوري د اغزن مزي د غځولو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې پیل شو؛ خو په دې وروستیو کې په ننګرهار، کونړ او کندهار ولایتونو کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه