Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت پلاوي اوسلو کې د مدني ټولنې له استازو سره ولیدلي

د اسلامي امارت پلاوي د یکشنبې په ورځ په اوسلو کې د تړلو دروازو تر شاد افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره ولیدل.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو استازي ټوماس وېسټ د یکشنبې ورځې په ماښام په خپل ټوېټر پاڼه کې د اسلامي امارت د پلاوي او مدني ټولنې د غړو ترمنځ د غونډې له کوربتوبه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د مدنې ټولنې غړي د یوې بریالۍ ټولنې «د ملا تیر» په څېر دي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې د اوسلو غونډې د ګډې اعلامیې پر حواله لیکلي دي چې د دغې غونډې ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت په هکله د نظر ادلون بدلون وکړ او ټينګار یې وکړ چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د هېواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي هوساینې لپاره ټول افغانان په ګډه کار کوي.

په اعلامیه کې راغلي دي:«د دغې غونډې ګډونوالو، د افغانستان د ټولو ستونزو یوازینۍ حل لار  تفاهم او ګډه همکاري ګڼلې او ټولو دا ډول غونډې د هېواد په ګټه وبللې.» 

ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د امریکا او اروپايي ټولنې له استازو سره هم خبرې اترې وکړي.

اسلامي امارت وايي چې دغه خبرې اترې د افغانستان د پیسو د ازادولو، د تور نوملړ د حذف او د کابل او واشنګټن ترمنځ د ډپيلوماټیکو اړیکو د بیا پیل او پراختیا ته به متمرکزې وي.

دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت واک ته له بیا رسېدو وروسته د امارت پلاوی اروپا ته سفر کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«په لومړۍ ناسته کې له امریکایانو سره د افغانستان د پیسو د ازادولو، د تور نوملړ د حذف او همدارنګه له هغوی سره د ډپيلوماټيکو اړیکو د بیا پيل او پراختیا په هکله له هغوی سره خبرې کېږي.»

د اوسلو غونډه د یکشنبې په ورځ پیل او درې ورځې به دوام وکړي. له دې سره سم، د افغانستان ډيپلوماټيکو استازولیو چې، د پخوانيو ډيپلوماټانو له لوري رهبري کېږي په یوې اعلامیې کې د اوسلو د غونډې له جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې، د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو د رعایتېدو لپاره باید پر طالبانو فشار راوړل شي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ څرګندوي:«د دغې غونډې د عطف ټکی دا دی چې د افغانستان ښځې او خلک کولای شي نړۍوالې ټولنې ته لږ تر لږه له طالبانو سره په یوې کچه کې وي.»

په کابل کې د ښځو ځينو فعالینو په یوې غونډه کې وویل چې، اسلامي امارت باید په اوسلو غونډه کې په خپل حکومت کې د ښځو ځای ځایګی مشخص کړي.

د موج تحول مشرتابه غړې ظریفه یعقوبي وايي:«هغه ځواک چې له تحول وروسته رامنځته شوی، ټول ګډونه نه دی، د خلکو غوښتنې او ارادې نه انعکاس کوي.»

خو ناروې ته د اسلامي امارت د پلاوي بلل کېدل له غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. په تبعید کې د افغانستان د ښځو دولت تر سرلیک لاندې یوه بنسټ په یوې اعلامیې کې اسلامي امارت د بشري حقونو پر نقضولو تورن کړی او پر ناروې دولت له دې امله چې، اسلامي امارت ته یې بلنه ورکړې سختې نیوکې کړې دي. 

په اروپايي هېوادونو کې یو شمېر مېشتو افغانانو په اوسلو کې د یادې غونډې د جوړېدو په ځای او همداراز په لندن کې د ناروې د سفارت پر وړاندې د هغه څه له امله چې، د ناروې له لوري د اسلامي امارت د پلاوي بلل کېدل ګڼي، اعتراضونه کړي دي.
 
ټاکل شوې ده چې د اسلامي امارت پلاوی د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د امریکا او اروپايي ټولنې له استازو سره هم خبرې اترې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه