Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوسلو غونډه؛ د ښځو د استازو غوښتنې کومې دي؟

د مدني ټولنې او رسنیو د استازو په منځ کې، د اوسلو په غنډه کې د افغانستان د ښځو په استازیتوب اوو مېرمنو هم ګډون کړی و.

په دې منځ کې د معترضو ښځو استازې هدا خموش د دې غونډې په لومړۍ ورځ په خپلې وینا کې د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې معترضې ښځې له بنده ازادې کړي.

مېرمن خموش په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د فعالانو د وړاندیزونو یو نوملړ هم وړاندې کړی دی.

د اوسلو غونډه کې د ښځو استازې نظیفه جلالي وايي:«پر ځينو بنسټيزو موضوعګانو لکه د ښځو حقونو، بشري حقونو، بیان ازادۍ او د خصوصي سکټور اړوند ستونزې او پر نورو مسایلو بحث وشو.»

د اُسلو غونډې ته د افغانستان د ښځو وړاندیزیزونه:«په افغانستان کې د بشري حقونو پر مسایلو د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د خپلواکې شورا جوړېدل، له ولسي لارو د سیاسي مسایلو د حل لپاره د لارې د نقشې جوړېدل، د ټولو هېوادولو حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د کار، تحصیل او آزادۍ حق ته درناوی،د افغانستان اساسي قانون ته د اسلامي امارت ژمنتیا.»

د موج تحول ګوند مشره فوزیه کوفي وايي:«دا غونډې باید معنا دارې وي، او له مشخصو موخو سره وي. د ټولو سیاسي، ټولنیزو ډلو په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې واک ته د طالبانو په رسېدو کې ورته زیان رسېدلی، باید مشخص شي.»

بل خوا په کور دننه او بهر د ښځو د حقونو فعالانې او د بشري حقونو فعالان د ښځو او مدني ټولنې د استازو د بللو په برخه کې د ناروې د نوښت په ستایلو سره وایي،چې باید په هېواد کې د ننه هم له اسلامي امارت سره د ښځو او مدني ټولنې د استازو دغه شان مخامخ غونډې وشي.

بل خوا په افغانستان کې ښځې تمه لري،چې د دې غونډې پایلې د افغانستان د خلکو په تېره بیا د نجونو او ښځو په ګټه وي.

د اوسلو په غونډه کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو د خوندېتوب غوښتنې په داسې حال کې کیږي،چې د شپږو ورځو په تېرېدو سره/  لا تر اوسه د دوو هغو فعالو مېرمنو د برخلیک په تړاو معلومات نشته،چې د رپوټونو له مخې،د چهارشنبې په شپه په خپلو کورنیو کې نیول شوي دي. بل خوا اسلامي امارت د دغو  دوو مېرمنو نیول رد کړي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه