Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوړو او کرنې سازمان افغان بزګرو ته اصلاح شوي غنم ورکوي

د خوړو او کرنې سازمان یا «اف ای او» ویلي دي چې په ټول افغانستان کې څه باندې یو مېلیون بزګرو ته اصلاح شوي غنم وېشل کېږي.

د خوړو او کرنې سازمان همدارنګه ویلي دي چې په افغانستان کې کابو ۲۳ مېلیونه تنه د وچکالۍ، کورونا، او د اقتصادي پاشل کېدو له امله له جدي خوراکي ناامنۍ سره مخامخ شوي دي.

په افغانستان کې د دغه سازمان رییس رېچارډ ټرنچارډ ویلي دي چې اقتصادي پاشل کېدو او وچکالۍ په دغه هېواد کې د بزګرانو ستونزې زیاتې کړې دي.

هغه په دې هکله وویل:«د غنمو سکټور نن واقعاً له ننګونو سره مخ دی، وچکالي او اقتصادي پاشل کېدل په دې معنا وو چې په دې برخه کې کار کمښت موندلی دی، په دې معنا چې بزګر واقعاً هڅه کړې ده چې سږکال د ځان لپاره غنم چمتو کړي چې عاید یې لوړ شي. له همدې امله ویلای شوو، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې له بوختو کورنیو سره خپل ملاتړ زیات کړي.» 

ښاغلي ټرنچارډ همدارنګه زیاته کړې چې د افغانستان څه باندې ۷۰ سلنه خلک په کلیو کې ژوند کوي چې په نېِغه او غیر مستقیمه توګه له بزګرۍ سره تړاو لري چې دواړه بزګري او مالداري په شدت تر روان کړکېچ لاندې راغلی دی.

ورته مهال ډېری افغان بزګر او مالداران د هېواد له اوسني کړکېچن حالته شکایت لري او وايي چې د بېلابېلو دلیلونو له امله په روان کال کې ښه حاصلات نه دي غونډ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه