Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان مېرمنو غوښتنې په لیکلې بڼه د اوسلو غونډې ته وسپارل شوې

د اوسلو په غونډه کې د ښځو استازو د افغانستان د ښځو غوښتنې د اسلامي امارت پلاوي او د نړۍ د هېوادونو استازو ته په لیکلې بڼې وسپارلې.

د اوسلو په نننۍ غونډه کې د امریکا او اروپایي ټولنې د استازو په ګډون د نړۍ د اتو هېوادونو استازو حضور درلود.

د ښځو معترضې استازې هدا خموش په دغې غونډه کې نړۍ یې د افغانستان د ګډوډ وضعیت مسووله ګڼي او یوځل بیا یې د ښځو د برخو د فعالانو پر ازادېدو ټينګار وکړ.
 
په دې غونډه کې د ښځو د حقونو فعالانې وایي چې اسلامي امارت باید په دا راز غونډو کې د ښځو د حقونو د خونديتوب په تړاو له نړۍ سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
 
د اوسلو غونډه کې د ښځو استازې محبوبه سراج څرګندوي:«که هغوی دې لارې ته دوام ورکړي چې، موږته یو څه ووایي او بل څه ترسره کړي، باور په بشپړ ډول له منځه ځي. کله چې باور په بشپړ ډول له منځه ولاړشي، هغوی باید ورپه یاد کړي چې د افغانستان له مخکیني حکومت سره څه وشول.»

د اوسلو غونډه کې د ښځو بلې استازې نظیفې جلالي هم وویل:«د نړۍوالې ټولنې استازو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې ځانګړې اندېښنې لرلې او دوی وویل چې طالبان باید اعتماد جوړونه وکړي.» 

بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په کتنه کې له بنده د معترضو مېرمنو د خوشي کېدو د تضمین غوښتنه کړې ده.

معترضه مېرمنه څرګندوي:«که څه هم موږ په بد امنیتي وضعیت کې یوو؛ خو بیا هم خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره له اعتراض او عدالت غوښتنې څخه لاس نه اخلو.»

بله معترضه مېرمنه هم وايي:«ښځې په ټولنه کې هېڅ حق نه لري، تمنا او پروانه باید ژر تر ژره له بنده ازادې کړل شي.» 

اخوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوو لادرکه مېرمنو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي زیاتوي:«موږ هڅه کوو او پوښتنه کوو چې دا څه ډول پېښه ده دا ډول خو نه کېږي یو حکومت چې څلوېښت مېلیونه نفوس لري چې نه څوک بندي شي او ونه نیول شي او نه یې له زیانه نور کسان په امن کې شي.» 

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي دي چې د دوو معترضو مېرمنو د لادرکه کېدو مسله ژر تر ژره وڅېړي او دغه مېرمنې له قید او شرط پرته خوشې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه