Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روغتیايي نظام د پرځېدو په هکله د روغتیا نړۍوال سازمان ګواښ

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي که چېرې له ځنډ پرته ګامونه پورته نه شي، په افغانستان کې به روغتیايي نظام سقوط وکړي.

دغه بنسټ زیاتوي چې په افغانستان کې ۲۳۳۱ روغتیايي مرکزونه د نړۍوالو مرستو له بندېدو سره یا تړل شوي دي او یا هم د تړل کېدو په درشل کې دي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د رپوټ یوه برخه کې راغلي دي:«نن ورځ د خلکو روغتیا په جدي ډول له خطر سره مخ ده. احتمال لري چې د روغتیا په برخه کې شوی پرمختګ له منځه ولاړشي. موږ له نړۍوالو تمویلوونکو غواړو چې ژر تر ژره په افغانستان کې د لومړنیو روغتیایي مراقبتونو لپاره بودیجوي بدیل پیدا کړي.»

خو د عامې روغتیا وزارت وایي،چې له نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو سره په خبرو کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د نړۍ د مرستو د بېرته پېلېدو په هڅه کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وویل:«هغه مرستې چې د روغتیا په برخه کې کېږي، که چېرې له روغتیا وزارت سره په همغږۍ کې ونه وېشل شي، شونې ده، چې د روغتیا په برخه کې کړکېچ زیات شي او خلک له ستونزو سره مخ شي.»

بلخوا د پکتیا ولایتي روغتون ناروغان په دغه روغتون کې د درملو او طبي وسایلو له جدي کموالي شکایت لري..

  د ناروغ خپلوان کل کریم وویل:«له ملګرو ملتونو غواړو چې له دغه روغتون سره د درمل او روغتیايي وسایل مرسته وکړي.»

ډاکټر سید ابراهیم هم څرګندوي:«ځينې درمل اوس په دغه روغتون کې نشته او موږ د درملو او ځينو روغتیايي تجهیزاتو له جدي کمښت سره مخ یوو، خو په عاجله برخه کې درمل شته.»

په مخکیني حکومت کې د روغتیا په نوم پروګرام د روغتیا په برخه کې یو له تر ټولو لویو پروګرامونو وو چې په ټول هېواد کې یې مرکزونه د نړۍوال بانک، د اروپا د کمېسیون او د امریکا د پراختیایي ادارې له لوري تموېدل، خو د مرستو په بندېدو سره دغه پروګروګرام هم اوس درېدلی دی.
 
د عامې روغتیا وزارت وایي،چې له نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو سره په خبرو کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د نړۍ د مرستو د بېرته پېلېدو په هڅه کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه