Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالۍ سازمان: د ورځې څه باندې ۳۰۰۰ افغانان له ایرانه شړل کېږي

د کډوالۍ نړیوال سازمان له ایران څخه په زوره د زرګونه افغان کډوالو د شړلو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د ورځې څه باندې ۳۰۰۰ زره افغان کډوال په زور او تاوتریخوالي سره له ایرانه شړل کېږي.

د کډوالو د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې نږدې یو مېلیون افغان کډوال له ایرانه بېرته خپل هېواد ته ستنول شوي دي. او په مقابل کې د ورځې په زرګونه نور کډوال یوه ښه ژوند ته د رسېدو په موخه ایران ته ځي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي:«د افغانستان خلک له یوه پېچلي بشري ناورین، بېکاري، د خوړو او ځاني مصونیت له نشتوالي سره مخ دي. هغوی ایران ته ځي؛ خو ایران بیا هغوی په زور او تاوتریخجن وضعیت سره بېرته افغانستان ته ستنوي»

په ایران کې د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي په دې هکله وايي:«له وروستیو تحولاتو وروسته چې زموږ په هېواد کې رامنځته شول، یو ډېر شمېر خلک بېلابېلو هېوادونو ته له هغې ډلې ایران ته کډوال شوي دي او د بېلابېلو دلیلونو له هغې ډلې د هوا سوړوالي له امله کمښت موندلی دی.»

سید قدیر سلیمی فعال مهاجرین در پاکستان  
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، ایران هره ورځ له دریو زرو زیات افغان پناه غوښتونکي په شنه زور له خپلې خاروې اخراجوي او په پوله یې بیرته افغانستان ته اړوي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت چارواکي وايي، هڅه کوي ایران ته په غیر قانوني ډول د افغانانو د اوښتلو مخه ونیسي.

خو  ۱۹ کلن ایمل چې غواړي د بد اقتصادي وضعیت له امله ایران ته ولاړ شي. دی چې، د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ یوازېنی ګټیالی دی وايي، د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره یې دغه سخت سفر ته مخه کړې ده.

نوموړی زیاتوي:«پوهېږم چې ایران ته تګ سخت دی، په سړې هوا کې ستونزې زیاتې دي، خو اړ یم چې دلته بېکاره یم، د کور لګښت، د کور کرایه، دلته نه شم پیدا کولای.»

له ایمل سربیره په ورځ کې سلګونه نور دغسې ځوانان د بېلابېلو ستونزو او په ځانګړې توګه اقتصادي ننګونو له امله غواړي په دې سختو لارو په ناقانونه توګه ایران ته واوړي.

بلخوا اسلامي امارت وايي، هڅې کوي چې، ځوانانو ته کاري موکې برابرې کړي؛ څو ورسره د ناقانونه سفرونو مخه ونیول شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت په جدي توګه هڅه کوي چې زموږ هېوادوال او ځوانان په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ نه شي او په خپل هېواد کې پاتې شي او خپله انرژي د هېواد په خدمت کې مصرف کړي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه