Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دتېر حکومت د سلو پوځیانو د وژلو په تړاو د م.م سازمان د رپوټ ردېدل

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سازمان هغه رپوټ چې په هغه کې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته د تېر حکومت د څه باندې سلو پوځيانو وژل کېدل راغلي دي ردوي.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د یوه رپوټ پر حواله چې د دغه سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کړی دی، راغلي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د تېر حکومت څه باندې سل امنیتي چارواکي او غړي او هغه کسان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی وو، وژل شوي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې ویل کېږي چې د دغو کسانو کابو دوه درېیمه برخه یې د اسلامي امارت او پرهغوی پورې تړلو کسانو له خوا وژل شوي دي. ګوټرش همدارنګه په خپل رپوټ کې د بشري حقونو د مدافعانو او د رسنیو د کارکوونکو وضعیت هم نازک بللی دی.

کورنیو چارو وزارت په یو لړ ټویټونو سره دغه رپوټ رد وي او وايي چې له عمومي بښنې وروسته هېڅوک د اسلامي امارت له خوا وژل شوي نه دي. کورنیو چارو وزارت همدارنګه له ملګرو ملتونو سازمانه غوښتي دي چې ځان له عیني واقعیتونو سره اشنا کړي او د مغرضو کړیو پر معلوماتو دې تکیه ونه کړي.

کورنیو چارو وزارت ویلي دي:«د عمومي بښنې له اعلان وروسته، د اسلامي امارت ځواکونو هېڅوک نه دي وژلي.»

کورنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې ده چې ښايي د تېر حکومت ځواکونو ځينې غړي د شخصي دښمنیو له امله په نښه شوي وي چې اسلامي امارت دا ډول پېښې هم څېړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ له ردولو سره ویلي دي چې د عمومي عفوې له اعلان وروسته هېڅوک اجازه نه لري چې چا ته زیان ورسوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه په افغانستان کې بشري وضعیت هم د اندېښنې وړ ښودلی او ویلي یې دي چې د افغانستان اقتصاد د پرځېدو په درشل کې دی.

ګوټرش ویلي دي چې د اقتصادي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره باید د افغانستان په اقتصادي نظام کې باید له ځند پرته نقدینګي تزریق شي. 

کورنیو چارو وزارت دغه رپوټ ردوي او زیاتوي چې ښايي د تېر حکومت ځواکونو ځينې غړي د شخصي دښمنیو له امله په نښه شوي وي چې اسلامي امارت دا ډول پېښې هم څېړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه