Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د ستونزو د هواري لپاره د کمېټې جوړېدل

اسلامي امارت وایي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې په رامنځته شویو ستونزو د له منځه وړلو لپاره یوه ځانګړې کمېټه به جوړه شي. 

چارواکي وایي له پاکستاني لوري سره به د خبرو لپاره په دغې جوړېدونکې کمېته کې د بیلابیلو وزارتونو استازي شامل وي. 

د دغه راز یوې ځانګړې کمیټې د جوړیدو خبر کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف له سفر نه وروسته شوی دی.  
    
 ورته مهال دغه پاکستاني چارواکي کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې له افغانستان سره د ظرفیتونو د لوړلو په برخه کې د مرستې وړاندیز کړی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار کابل ته له دوه ورځنۍ سفر وروسته، د یکشنبې په ماسپښين بېرته اسلام آباد روان شو. 

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت اعلان کړی دی،چې دواړو لورو هوکړه کړې ده،چې په سرحدي برخو کې د آسانتیاوو د زیاتولو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.
 
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت اعلامیه کې راغلي دي:«پاکستان د روغتیا،ښوونې، بانکوالۍ، ګمرکونو، د اوسپنې پټلۍ هوایي چلن او نورو بېلابېلو برخو کې د ظرفیتونو د زیاتېدو لپاره افغانستان ته د همکارۍ وړاندیز کړی دی.»

په کابل کې د پاکستان سفیر افغانستان ته د معید یوسف سفر ګټور ګڼي.

 کابل ته د دغه پاکستاني پلاوي له سفر وروسته، د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ریاست الوزار په اداري غونډه کې، د ډېورنډ د فرضې کرښې په اوږدو کې پر ستونزو د غور لپاره له څو وزارتونو جوړې د یوې کمېټې پر رامنځته کېدو هوکړه وشوه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«د کمېټې له جوړېدو موخه د ډریونډ کرښې په اوږدو کې د ستونزې حل او امنیتي مسایلو ته رسېدنه ده که چېرې خدای مه کړه په راتلوونکي کې رامنځته کې یا په تېر کې کله ناکله رامنځته کېده، هغه مسایل د تفاهم له لارې حل شي.»

خو د چارو شنونکي د دغې کمېټې د جوړېدو په تړاو بېلابېل لید لوري لري.

د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ څرګندوي:«موږ باید کمېټه رامنځته کړې وای چې فعلاً دغه کمېته د دغه اغزن مزي د له منځه وړلو او ... کار کړی وای، نو دا هغه موضوع ده چې د کمېټو پر جوړېدو نه حل کېږي. او په دې هکله باید د کرښې دا غاړه او هغه غاړه افغانان پرېکړه وکړي.»

د ډېورنډ د فرضې کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځول په ځلونو د افغانستان له غبرګون سره مخ شوي دي. په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو رسنیو کې د ډیورنډ کرښې د څو برخو هغه ویډیوګاڼې خپرې شوې چې ښيي، د اسلامي امارت ځواکونه د دې کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي د غځولو مخه نیسي.

په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو رسنیو کې د ډیورنډ کرښې د څو برخو هغه ویډیوګاڼې خپرې شوې چې ښيي، د اسلامي امارت ځواکونه د دې کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي د غځولو مخه نیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه