د ننګرهار شینوارو ولسواليو ته زرګونه هغه کورنۍ بېرته ستنې شوي چې د تېرو کلونو د جګړو له امله بې ځایه شوې وې.
د دغو کورنيو يو زیات شمېر يې اچین ولسوالۍ د اسدخېلو اوسېدونکي دي چې، د جګړو، پوځي عملیاتو او پر ياده سیمه د بهرنيو ځواکونو د ''مادربم'' تر بريد وروسته ګډې کېدو ته اړ شوې وې.
د اچین د اسدخېلو د کلي اوسېدونکي په دغه کلي کې کنډوالې د بمونو د مور په نامه د ستر بم، میراث يادوي، چې ګواکې څو کاله مخکې بهرنيو ځواکونو پر دغه سیمه د داعش پر ضد وکاروه.
ناصرخان د همدې کلي اوسېدونکی دی، چې د کابو دوه کاله کډوالۍ وروسته تازه بېرته خپل کلي ته را ستون شوی. هغه وايي، د دې سیمې ډېرې برخې ویجاړ شوي او اوسېدونکي يې د بېرته جوړېدو مالي توان نهلري.
هغه زیاتوي:«څوک د خپل کور د بېرته جوړولو وس نه لري دلته د بمونو مور وکارول شوه دلته په لسګونه کورونه ویجاړ شول.»
د اچین د اسدخېلو بل اوسېدونکی خان پور هم وايي:«له اسلامي امارته او نړۍوالو غواړو چې موږ ته پاملرنه وکړي او له موږ سره همکاري وکړي؛ دلته کلینک او ښوونځي شتون نه لري.»
ځايي اوسېدونکي وايي، د څو کلونو جګړو، نه يوازې د شینوارو خلکو ته مالي ځایونه اړولي، بلکې ډېرو ملکي خلکو ته پهکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
په تېرو څو کلونو کې پر سپينغره سربېره، د شینوارو له کابو ټولو ولسوالیو زرګونه کورنۍ د جګړو له امله کډه کولو ته مجبوره شوې وې.
د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست وايي، اوس د دغو بېځایه شوو کورنيو، ډېرې يې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي او پاتې يې د ستنېدو په حال کې دي.
د ننګرهار کډوالو چارو ریاست مرستیال دنیا ګل شینواری څرګندوي:«په دې هکله له بهرنیو موسسو سره په اړیکه کې یوو چې مرسته وکړي. ښوونځی او کلینک او بندونه جوړ کړي او د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.»
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت پر ننګرهار سربېره په یو شمېر نورو ولايتونو هم د هغه د بېځایه شوو د انتقال لړۍ پيل کړې چې، د تېرو کلونو په جګړو کې بېځایه شوي دي، خو دا کورنۍ وايي، په لویه کچه مرستو ته اړتیا لري، څو بېرته يې ژوند عادی شي.