Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې پر پراخ بنسټه او ټول ګډونه حکومت دضمیر کابلوف ټينګار

په افغانستان کې د پراخ بنسټه او ټول ګډونه حکومت پر رامنځته کېدو د نړۍوالې ټولنې د ټينګار په لړ کې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي هم د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې وايي که چېرې طالبان د ملي خبرو اترو له لارې یو پراخ بنسټه حکومت رامنځته کړي ښايي پرې لګول شوي بندیزونه لېرې کړل شي.

ضمیر کابلوف په افغانستان کې له ترهګرۍ او له نشه يي توکو سره د مبارزې پر دوام هم ټینګار کړی دی.
 
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیرکابلوف زیاتوي:«که د طالبانو حکومت د افغانانو ترمنځ د سولې بهیر د بشپړولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، داسې ملي حکومت جوړ کړي چې له قومي او سیاسي نظره متوازن وي او له ترهګرۍ او مخدره توکو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، په دې صورت کې به پر دغه هېواد ټول لګول شوي بندیزونه لېرې کړل شي.»

پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج په دې هکله وايي:«ډېری دغه موضوعګانې امریکايي چارواکو ته متوجه کېږي، ځکه امریکا اعلان کړی دی چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره له تېرو شرطونو تېر شوي دي او ویلي یې دي که چېرې زموږ ځواکونه خوشې شي، موږ اسلامي امارت په رسمیت پېژنو. نو کله چې امریکا اقدام کوي، د هغه په تعقیب نور هېوادونه هم اقدام کوي.» 

ښاغلی کابلوف د فبرورۍ میاشتې تر پایه په کابل کې د بلې پراخې «ټرویکا» غونډې د جوړېدو له احتماله هم خبر ورکوي:«اوس مهال موږ له خپلو شریکانو سره د ترویکا پلس د بلې غونډې د نېټې د معلومولو په حال کې یوو، چې د فبروري میاشتې تر وروستیو به په کابل کې جوړه شي.»

که څه هم افغانستان ته د اسلامي امارت له بیا راتګ نه شپږ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ښځو لپاره د کار حق، ښوونځيو ته د نجونو تګ او د بشري حقونو مسله د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالې ټولې له اصلي شرطونو دي. خو کابل وایي چې د رسمیت پېژندلو لپاره یې ټول شرطونه پوره کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه