Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځايي ادارو ته د لغمان والي حکم؛رسنیو او خبریالانو سره همکاري وکړئ

خبریالان د لغمان د والي د هغه اقدام ستاینه کوي چې په دغه ولایت کې یې ټولو ملکي او نظامي ادارو ته د یو مکتوب له لارې له رسنیو سره د معلوماتو د شریکولو لارښوونه کړې ده.

د لغمان والي په دغه مکتوب کې د ولایت ټولو ادارو ته لارښوونه کړې چې له خبریالانو سره په کاري چاپېریال کې مرسته وکړي.

د لغمان والي په دوو جلا مکتوبونو کې د دغه ولایت ټولو دولتي ادارو ته په رسمي ډول لارښوونه کړې چې د معلوماتو په رسولو کې له رسنیو او خبریالانو سره همکاري وکړي. 

له دغو مکتوبونو څخه يو يې د امنيه قومندانۍ په ادرس هم صادر شوى دى.

په دغه مکتوب کې راغلي دي:«د لغمان امنیه قومندانۍ ته هدايت کېږي چې د رسنيو کارکوونکو او ژونالیستانو سره ټول هغه امنیتي معلومات، لاسته راوړنې او امنیتي پېښې چې محرمې نه وي، همدا راز خپلو اړوندو حوزو او چک‌پانټونو امنيتي مسولينو ته هدایت کېږي چې له خبريالانو سره د کار پر مهال پوره همکاري وکړي.»

د والي ویاند صلاح الدین ذاهد د لغمان وايي:«والي صاحب او د اطلاعاتو او کلتور رییس په ګډه اداراتو ته مکتوب صادر کړی دی، دا مکتوب د معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو لپاره له دوی سره شریک شوی دی.»

بل خوا د یو شمېر خبریالان د لغمان د سیمه ییزي اداري له لوري د خبریالانو سره پر وخت د معلوماتو د شریکولو او همکارۍ کولو د دغه اقدام ستاینه کوي.

صالح خبریال جان اغا څرګندوي:«ځينو ادارو ته مکتوبونه استول شوي دي چې باید په وخت له رسنیو سره معلومات شریک کړل شي. موږ داسلامي امارت له دې اقدامه هر کلی کوو.»

خو لاهم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خبریالان د معلوماتو تر لاسه کولو پر مهال له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د ژورنالستانو د فدارسیون غړی حفیظ االله بارګزی وايي:«د بیان ازادي یوه له لاسته راوړنو دي، دا د خلکو حق دی، باید وساتل شي او امارت باید له دې ملاتړ وکړي.»

ورته مهال د افغانستان د رسنیو ټولني هیله لري چې د لغمان والي دغه اقدام باید د نورو ولایتونو لپاره یو بېلګه وي، چې خبریالانو ته په اسانۍ سره معلوماتو ته لاسرسی پیدا شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه