Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو څلورو میاشتو کې یو مېلیون افغانانو ایران ته کډوال شوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د کډوالۍ له زیاتوالي خبر ورکوي. دغه ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې یوازې په وروستیو څه کمو څلورو میاشتو کې څه باندې یو مېلیون افغانانو د افغانستان له دوو لارو ایران ته تللي دي.

ورته مهال په پلازمېنه کې د مسافر وړونکو شرکتونو مسوولان وايي چې د ورځې تر څلور زرو تنو ایران ته ځي.

دوه پنځوس کلن محمد ایوب، د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره ایران ته ځي.

محمد ایوب مسافر وویل:«ستونزې ټولو ته معلومې دي بې کاري ده، بې وزلي ده، ځوانانو زده کړو ته زمینه برابره نه ده.»

دی چې څه باندې لس کاله یې په لوړو زده کړو وزارت کې د کارکوونکي په توګه کار کړی دی وایي چې په هېواد کې د ژوند دوام ورته ناشونی شوی دی.

مسافر محمد ایوب زیاتوي:«د دې لپاره ځم چې ماشومان مې، دوه زامن او دوه لوڼې مې په ایران کې ښه درس ولولي.»

د کابل - هرات د لویې لارې د مسافر وړونکو شرکتونو ډېری مسافر هغه کسان دي چې غواړي له هېواد نه ولاړ شي. دغه موټر چلوونکي اټکل کوي، چې هره ورځ له څلورو تر پنځه زره پورې کسان د هېواد لوېدیځ او وروسته ایران او پاکستان ته ځي.

د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول اسماعیل جوانمرد امرخېل وايي:«د ورځې ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ تنه له همې د کابل له کمپنۍ اډې څخه د کندهار، نیمروز او هرات په لور ځي.»

موټرچلوونکي جان محمد عطايي هم وویل:«په دغو ورځو کې کډوالي زیاته شوې ده، ځکه بې وزلي ده فقر او بې چاره ګي ده کار نشته مسافر زیات شوي دي.» 

نیویارک ټایمز رپوټ ورکوي،چې یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې یو میلیون افغانان ایران ته کډوال شوي دي.

 نیویارک ټایمز لیکي:«که څه هم ډېری کسانو د اقتصادي ناورین له امله هېواد پرېښې دی، خو د ښځو د محدودیتونو په ګډون د راتلونکي لپاره د طالبانو د روښانه لرلید نشتوالی او له مجازاتو وېرې بهر ته د تګ لپاره د افغانانو بېړه زیاته کړې ده.»

په ایران کې د کډوالو د حقونو فعال نقیب راسخ څرګندوي:«په ایران کې افغان کډوال له ډېرو ستونزو سره لکه د دندې نشتون، د پېژندویۍ د سندونو نشتون چې کډوال هره شېبه د شړلو له ګواښ سره مخ دي.»

خو اسلامي امارت په هېواد کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ د ستونزې د حل لپاره د خپلو هڅو خبره کوي.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«د اسلامي امارت شمېرې ښيي چې د ورځې ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ تنه له ایرانه افغانستان ته راستنېږي.»

ډېری هغه کسان چې ایران ته ځي، هڅه کوي له ناقانونه او خطرناکو لارو ځانونه ترکیې او وروسته اروپایي هېوادونو ورسوي، خو د ژمي سوړوالي او د  هېوادونو سختو تدابیرو منزل ته د دغو پناه غوښتونکو د رسېدو احتمال کم کړی دی، داسې چې لوېدیځو هېوادونو ته پر لاره د څو افغان پناه غوښتونکې د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ