د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د شنبې په ورځ ۹۴ کلنې ملکې الیزابېت د خپل پاچاهۍ ۷۰یمې کلیزې د لمانځنې په مناسبت د انګلستان په ختیځ کې د خپل اوسېدو ځای ساندرینګهام ته سیمهییزه ډله وربللې وه.
نن (یکشنبه) د بریټانیا د ګډو-ګټو ۱۵ هېوادونو د دویمې ملکې الیزابېت د پاچاهۍ اویایمه کلیزه ده. په دې هېوادونو کې اسټرالیا، کاناډا او نیوزیلېنډ هم شامل دي. ویل کېږي، په تېرو زرو کلونو کې د دویمې ملکې الیزابېت نیکونو اویا کاله پاچاهي نهده کړې.
د باکینګهام ماڼۍ ویلي، د کېک پرې کولو مراسمو پر مهال چې د سیمهییزو خلکو له لوري نیول شوي وو، ملکې الیزابېت روښانه اسماني رنګ جامې پر تن وې او د یو شمېر سندرغاړو له لورې د «مبارکۍ» په نوم سندره یې هم واورېده.
په دې اړه مو اندونه