Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد ته د تېر حکومت د هوايي ځواک د پنځو پیلوټانو بېرته راتګ

د تېر حکومت «جمهوریت» د هوايي ځواک پنځه پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. ملي دفاع وزارت وايي چې دغه پیلوټان د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته له هېواده تللي وو خو اوس اوس بېرته هېواد ته راستانه او خپل کارونه یې پیل کړي دي.

 د مخکیني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ړنګېدو وروسته، د دغو ځواکونو ګڼو کدرونو نورو هېوادونو ته پناه وړې ده. خو له شپږو میاشتو وروسته ملي دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د هېواد د هوایي ځواکونو پنځه پيلوټان بېرته هېواد ته راغلي دي.

دغه وزارت ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت په حکومت کې، د تېر حکومت د مسلکي کدرونو د حذب لپاره هڅې دوام لري. 
                                  
د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي:«د افغانستان د هوايي ځواک پنځه تنه پیلوټان چې د تبلیغاتو پر بنسټ نورو هېوادونو ته تللي وو د اسلامي امارت خیرغوښتونکي غږ ته یې لبیک ووایه او بېرته هېواد ته راستانه شول.»

څرګنده نه ده، چې دغه پېلوټان له کوم هېواد نه بېرته هېواد ته راغلي دي. خو ډېری پيلوټانو، ازبیکستان، متحده عربي اماراتو او امریکا متحده ایالتونه ته پناه وړې ده.
 
ښاغلی خوارزمي زیاتوي:«د دفاع وزارت مشرتابه په ځلونو پر هغو کسانو چې د تبلیغاتو پر اساس له هېواده بهر ته تللي دي غږ کړی دی چې هېواد ته دې راستانه شي او خپل هېواد او هېوادوالو ته دې د خدمت جوګه شي.» 

د سرپرست حکومت جګپوړي غړي انس حقاني په یوه ټویټ کې هېواد ته د دغو پیلوټانو د بېرته راتګ هرکلی کړی او ویلي یې دي،چې د بل هر وخت پرتله اوس دا ډول کدرونو ته ډېره اړتیا ده.
        
د نظامي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:«افغانستان، ډاکټر، مهندس، پیلوټ، معلم او ټولو اقشارو په ځانګړې توګه متخصصو کسانو ته اړتیا لري.»

اختر محمد راسخ د نظامي چارو کارپوه څرګندوي:«هغه کدرونه چې له افغانستانه وتلي دي او غواړي چې بېرته هېواد ته راستانه شي باید هغوی ته کاري زمینې برابرې شي.» 

تر دې وړاندې هم داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې شاوخوا یو سلو څلویښتو پيلوټانو او د الوتکو خدمو له نږدې څلویښتو پوځي چورلکو سره تاجیکستان ته پناه وړې،خو وروسته  ډیری دغو پيلوټانو په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې ده.
                            
د کابل اوسېدونکي هارون وویل:«زموږ پخواني پوځيان چې اوس بې وزلۍ او بېچاره ګۍ پرې اغېزه کړې ده، باید په امنیتي برخو کې حذب شي.»

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بېرته واکمنېدو راهیسې د مخکیني حکومت یو شمېر پوځیان وژل شوي دي، خو اسلامي امارت په وار وار دا وړ رپوټونه رد کړې دي.

دفاغ وزارت ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت په حکومت کې، د تېر حکومت د مسلکي کدرونو د حذب لپاره هڅې دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه