Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بې وزلۍ پر کمېدو او ځان بساینې د ملاعبدالغني برادر ټينګار

په بشپړه توګه د افغانستان د اقتصاد د پاشل کېدو په هکله د نړۍوالو د اندېښنو په درشل کې، د رییس الوزرا لومړی مرستیال د بې وزلۍ د کمېدو او اقتصادي وضعیت د ښه والي په هکه خبرې کوي.
 
ملا عبدالغني برادر په کابل کې په یوې غونډه کې وایي، په تېرو شلو کلونو کې د نړۍوالې ټولنې مرسته شوې پیسې د مشخصو کسانو جیبونو ته لوېدې چې، له همدې امله افغانستان ځانبسیاینې ته ونه رسېد.
          
د رییس الوزار لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي:«دا زموږ ټولو مسوولیت دی چې د اقتصاد د ودې او د خلکو د سوکالۍ لپاره زیار وباسوو. موږ باید کار وکړو چې په هېواد کې د بې وزلۍ کچه ټيټه شي او د خلکو لپاره کاري فرصتونه رامنځته شي.»

د حکومت دغه جګپوړی چارواکی د پانګونې د جلب لپاره د قانوني آسانتیاوو پر رامنځته کولو او امنیت ټينګار کوي.

ښاغلی برادر زیاتوي:«محترمو چارواکو ته لارښونه کوم چې هر وزارت او اداره د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ لپاره، خپل لنډمهالي او اوږدمهالي پلاونه له موږ سره شریک کړي.»

په دې غونډه کې د رییس الوزار دویم مرستیال وایي،چې په  دولتي ادارو کې د فساد کچه صفر ته راټېټه شوې ده.
      
د رییس الوزار دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي څرګندوي:«موږ د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره په بشپړه توګه د خصوصي سکټور ملاتړ کوو چې زموږ ملي سوداګر وکړای شي هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.»
 
د افغانستان کلني کورني عواید  شاوخوا پنځه میلیارده ډالره اټکل شوي، خو د رییس الوزار لومړی مرستیال وایي،چې په تېر حکومت کې د فساد له امله پنځوس سلنه ګمرکي او مالیاتي عواید حیف و میل کېدل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه