Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له شرط پرته افغانانو سره پر مرستې د م.م سازمان د چارواکي ټینګار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال په هېواد کې مېلیونونو اړمنو کسانو ته د مرستو پر برابرولو ټينګار کوي.

هغه چې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، وویل چې، دغه مرستې به له سیاسي ملاحظاتو پرته ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرسیتال رامز الاکبروف وویل:«زه د دې ویاړ لرم چې ووایم، زموږ استازي چې دلته حضور لري پر دې بریالي شوي څو په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې له څه باندې ۱۸ مېلیونه کسانو سره مرستې کړې دي. څه باندې لسو مېلیونو کسانو خوراکي توکي ترلاسه کړي او نږدې  دوه مېلیونه کسانو لومړنۍ او ثانوي روغتیايي مرستې ترلاسه کړې دي.»

له دې سره سم، په افغانستان کې ځینې نور مرستندویه بنسټونه وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ مېلیونو کسانو ته یوازې په روان زیږیز کال کې څلور اعشاریه څلور مېلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو استازې ایزابل موسارد کارلسن څرګندوي:«لکه څرنګه چې موږ ټول پوهېږو او موږ هم اورېدلي، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې ۲۴ اعشاریه ۴ مېلیونه کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.»

له ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق هم وايي:«زه غواړم پر دې ټینګار وکړم چې باید موږ ټول ډاډه شو، هغه خدمات چې موږ برابروو اړمنو او بې وزلو ته ورسېږي.»

په ورته وخت کې اقتصاد وزارت وايي، په هېواد کې په عادلانه توګه د بشري مرستو د وېشنې لپاره له ځینو نورو بنسټونو سره یې په همغږۍ یوه کمېټه جوړه کړې ده.

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف وايي:«دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې ده چې موږ د بشرپاله مرستو د تطبیق لپاره سره همغږي او همکار واوسو.»

د حکومت ځينې نور چارواکي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو او ۱۸۰ نورو نړۍوالو بنسټونو د مرستو له ژمنو هر کلی کوي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د تېر حکومت له رانسکورېدو سره سم، په یوه وار د نړۍوالو د مرستو پرې کېدل، د زرګونه کسانو بیکاره کېدل او په دغه هېواد کې اقتصادي ناورین او وچکالۍ د یوه لوی بشري ناورین د احتمال کچه لوړه کړه ده.

اقتصاد وزارت وايي، په هېواد کې په عادلانه توګه د بشري مرستو د وېشنې لپاره له ځینو نورو بنسټونو سره یې په همغږۍ یوه کمېټه جوړه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه