Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یو افغان هنرمند له بګرامه امریکا ته ۲۰ ټنه خځلې لېږدوي

د عزیز هزاره په نوم یو افغان چې په کابل او برلېن کې هنري فعالیت کوي، له بګرام هوايي اډې – هغه ځای چې یو وخت امریکايي ځواکونه په‌کې مېشت وو – ۲۰ ټنه خځلې راټولې او امریکا ته روانې کړې دي.

د نېشنل په نوم د متحده عربي امارت یوې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا خځلې اوس د هند او اطلس له سمندرګي تېرې شوي او بېرته امریکا ته د استول کېدو په حال کې دي.  

ښاغلي هزاره نېشنل ورځپاڼې ته ویلي، د خځلو لېږدول ښايي یو کال وخت ونیسي او په وینا یې له دې کاره یې موخه «د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې جګړې د اکمالاتو لارې» امریکا ته د هغه خځلو لېږدول دي چې پر همدې لارې امریکايي ځواکونه او دوی ته تجهیزات لېږدول کېدل.

ښاغلی هزاره دا خځلې امریکا ته د هغوی ډالۍ بللې ده.

بل‌پلو امریکا ته د خځلو پر لېږدولو ځینې اصول هم شته، خو د نېشنل ورځپاڼې په وینا «امریکا په معمول ډول سویلي اسیا ته خځلې استوي»، خو امریکا ته دا خځلې د هنر په نوم طبقه‌بندي کېږي.

نېشنل د ښاغلي هزاره په حواله زیاته کړې: «کله چې دا خځلې ورسېږي، هغه وخت امریکایانو پورې اړه لري. کله چې په امریکا کې وي، نه‌شئ کولای چې لغوه یې کړئ.»

نېشنل وړاندې لیکي: «په بګرام هوايي اډه ‌کې له ۲۰۰۱-۲۰۲۱ پورې له ۱۰۰٫۰۰۰ زیاتو امریکايي ځواکونو دنده تر سره کړې چې په‌کې د پېر و پلو مرکز او رستورانونه هم وو. اوس دا هډه له خځلو، پلاستیکونو، له کاره لوېدلیو اوسپنو او برېښنايي توکو ډکه ده. طالبانو د هوايي ډګر او د افغانستان نورو سیمو اداره په لاس کې اخیستې ده.»

ښاغلی هزاره په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې په میدان وردګ ولایت کې زېږېدلی دی. نوموړي د ۲۰۱۹ کال په ډسامبر میاشت کې د اوکراین پینچوک له لوري د ۱۰٫۰۰۰ ډالرو د راتلونکي نسل هنر جایزه هم ګټلې ده.

د هزاره په خبره، د افغانستان ډېری ماشومان کولای شي، د «د طالبانو له لوري کارول شوي کلاشینکوف» او د امریکايي ځواکونو د وسلو تر منځ توپیر وکړای شي، ځکه په وینا یې هغوی ډېرې جګړې تجربه کړې دي.

د نوموړي په خبره: «جنګ بېخي عادي شوی دی. موږ له جنګ سره غټېږو او مرو. موږ یې درنښت، ستاینه او یادونه کوو.» ښاغلی هزاره وايي: «اوس چې په کابل کې کوم طالبان دي، یو وخت هغه ماشومان وو چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو پر مهال په پاکستاني پنډغالو کې رالوی شوې دي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه