Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: په ننګرهار کې د داعش ډلې پنځوس غړي تسلیم شوي

د ننګرهار د استخباراتو ریاست مسوولان وايي، د داعش ډلې پنځوس غړي اسلامي امارت ته تسلیم شوي. د دې ریاست په وینا، دا جنګیالي د استخباراتو او قومي مشرانو د هڅو په پایله کې له اسلامي امارت سره له مقابلې لاس پر سر شول.

د ننګرهار د استخباراتو رییس زیاتوي، تسلیم شوي کسان به د عمومي بښنې په فرمان کې په مشروط ډول دننه شي. د ننګرهار د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر وايي: «دغه کسانو چې د خوارجو په نوم فعالیتونه کول او د افغانستان امنیت ته یې ګواښ جوړاوه، له تېرو اعمالو لاس پر سر شوي او دلته راغلي چې شمېر یې نږدې ۵۰ کسانو ته رسېږي.»

بل‌‌‌پلو قومي مشران خبرداری ورکوي، هغه کسان چې په دې ولایت کې له داعش ډلې سره یو ځای شي، کورونو ته به یې اور ورته شي.

د غلام علي په نوم یو تن قومي مشر وايي: «دغه کسان په خپلو پخوانیو کړنو پښېمانه دي او د سپین‌ږیرو په واسطه دلته راوړل شوي. دوی موږ ته ویلي، بیا به دا تېروتنه نه تکراروي.»

یو بل قومي مشر وايي: «قوم په دې جرم ایښی دی، هغه څوک چې دا جرم وکړي، باید خپله کډه یوسي او څوک ورسره ناسته پاسته نه‌شي کولای.»

تسلیم شوي کسان وايي، د ننګرهار ولایت په اته ولسوالیو کې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدلي دي.

د پسرلي په نوم د داعش ډلې له تسلیم شویو کسانو یو تن وايي: «موږ پښېمانه یوو، د دې خلکو کور دې اباد وي. موږ د اسلامي امارت ملاتړ کوو.»

د صفت‌الله په نوم یو بل تسلیم شوی داعشي وايي: «کومې تېروتنې چې له ما شوي، پرې پېښمانه یم.»

د ننګرهار د استخباراتو ریاست د شمېرو له مخې، د وروستیو پنځوو میاشتو پر مهال په دې ولایت کې له پنځه سوو ډېر داعش وسله‌وال اسلامي امارت ته تسلیم شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه