Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان کې د افغانستان د څوکۍ پر سر د شخړو دوام

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي څوکۍ پر سر د شخړو په دوام، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دايمي استازولۍ نن اعلان وکړ چې د دغې استازولۍ مرستیال او وزیر مختار ولي نعیمي د نصیر احمد فایق پر ځای په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرستي په غاړه اخیستې ده.

په هغې اعلامیه کې چې نن په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ له لوري خپره شوې ده ویل شوي دي چې د په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د پخواني استازي غلام محمد اسحاق زي له استعفا وروسته، د دغې استازولۍ سرپرستي فایق ته وسپارل شوه، دا چې نعیمي د اسحاق زي مرستیال و، هغه مهال ناروغ و.

په اعلامیه کې راغلي دي چې ښاغلی نعیمي له روغتیا وروسته، د اداري مراتبو او تشریفاتو پر بنسټ د فبرورۍ له څلورمې راهیسې رسماً په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرستي په غاړه اخیستې ده او ښاغلی فایق په دغې استازولۍ کې خپل پخواني مسوولیت ته دوام ورکوي.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي:«د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۴ مې ڼېټې په اعتبار او د دغې استازولۍ د مرستیال او وزیر مختار ښاغلي محمد ولي نعیمي د روغېدو په پام کې نیولو سره، د ملګرو ملتونو د تشریفاتو نورمونو پر بنسټ، چې په سلسله يي توګه له سفیر او دایمي استازي وروسته، د هغه مرستیال د چارو مسوول وي، دی رسماً د چارسمبالي په توګه د استازولۍ د مشرۍ مسوولیت په غاړه اخیستی او خپل کار ته دوام ورکوي.»

په دغې اعلامیه کې چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ له خوا خپره شوې ده، حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزیر په توګه یاد شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي فایق تېره ورځ وویل چې د تېر حکومت ځينې چارواکي هڅه کوي چې هغه په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د خلکو لپاره له عدالت غوښتنې منع کړي.

 په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ سرپرست احمد نصیر فایق د حنیف اتمر له لوري د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د لیک استول، د افغانستان د خلکو لپاره له عدالت غوښتنې نه د ده د په شا کېدو لپاره یو ډول فشار ګڼي.
 
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق وویل:«د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي اتمر استول شوی لیک ناقانونه دی او مشروعیت نه لري. دغه لیک په جعلي مهر او نښې سره استول شوی دی او دغه اقدام د امنیت شورا په غونډه کې زما له وینا وروسته د مخکیني حکومت د استازولۍ په نشتوالي کې شوی دی.»

د افغانستان د دایمي استازولۍ په نوې اعلامیه کې د مهر د جعل په هکله د ښاغلي فایق څرګندونې رد شوې دي او ښاغلی نعیمي د هغه په ځای معرفي شوی دی. 

د تېر حکومت له پرځېدو وروسته، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره هڅې پر یوې جنجالي موضوع بدلې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه