Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو۲۰کلونو کې د پکتیکا پنځو ولسوالیو له۱۲ټولګي فارغین نه دي لرلي

د پکتیکا ولایت قومي مشران وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت پنځو ولسوالیو له ۱۲ ټولګي فارغین نه دي لرلي.

ډیله خوشامند، وړممۍ، تروې، نکه او برمل د دې ولایت هغه ولسوالۍ دي چې د پخواني حکومت پر مهال د لېسو، مسلکي ښوونکو او امنیتي ننګونو له امله په کې د معارف بهیر له ستونزو سره مخ وو.

د یادو ولسوالیو زده کوونکي وایي، هغه کورنۍ چې اقتصادي حالت یې ښه وي خپل اولادونه مرکز ښرنې او نورو ولایتونو ته د زده کړو لپاره لیږي، خو هغه کورنۍ چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي له ابتدایي زده کړو وروسته یې اولادونه د ثانوي زده کړو له بشپړولو محروم پاتې کېږي.
  
د برمل ولسوالۍ یوه زده کوونکي زاهد وویل:«زموږ په ولسوالیو کې تراوسه کوم ښوونځی نه دی جوړ شوی، زموږ ځوانان نورو هېوادونو ته مسافرت کوي.»

د خوشامند ولسوالۍ یو زده کوونکی محمد داوود وايي:«په خوشامند ولسوالۍ کې موږ هېڅ ښوونځی نه لرو، که چېرې په تېر حکومت کې نه و اوس باید د اسلامي امارت په حکومت کې جوړ شي.»

د یادو ولسوالیو قومي مشران له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې ښوونځي دې ورته جوړ کړي او په ښوونیزه برخه کې شته ستونزو ته دې رسیده ګي وکړي.

د خوشامند ولسوالي یو تن قومي مشر عبدالرحیم څرګندوي:«موږ د پکتیکا ولایت په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې له دولسم ټولګي هېڅ فارغ نه دی لرلی، د اسلامي امارت له مشرانو زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته ښوونځي جوړ کړي.»

ورته مهال د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکي هم مني چې یادو ولسوالیو په تېرو شلو کالونو کې د دولسم ټولګي هېڅ فارغ نه دی لرلی خو ژمنه کوي چې اسلامي امارت به ورته پاملرنه وکړي.

د پکتیکا د پوهنې رییس میرزاعلي خان څرګندوي:«دم ګړۍ زموږ هوډ دا دی هغه سیمې چې له علمي بهیره بې برخې دي په سمه او بنسټيزه توګه له دغه بهیره برخمن شي.»

پکتیکا د سوېل ختیځ زون یو څنګ زنی ولایت دی چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال له پام لوېدلی وو، معارف او صحت په دغه ولایت کې دوې هغه برخې دي چې د نورو په پرتله په کې جدي اصلاحاتو او کار ته اړتیا ده.
 
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست چارواکي هم مني چې یادو ولسوالیو په تېرو شلو کالونو کې د دولسم ټولګي هېڅ فارغ نه دی لرلی خو ژمنه کوي چې اسلامي امارت به ورته پاملرنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه