Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې د دایمي اقامې ترلاسه کولو لپاره د افغان ډپيلوماټانو هڅې

په امریکا کې د افغانستان د سفارت ډپيلوماټان په دغه هېواد کې د دایمي اقامې د ترلاسه کولو په هڅه کې دي؛ خو لا څرګنده نه ده چې دغه غوښتنه به یې ومنل شي که نه؟

د نیویارک ټامیز د ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د دغه سفارت کارکوونکو معاش نه دی ترلاسه کړی او د خپل ژوند د ورځني لګښت له امله اړ شوي دي چې د سفارت انګړ ته ګډه شي.

د نیویارک ټامیز دغه رپوټ تر ډېره په واشتګټن کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو پر ناوړه اقتصادي وضعیت راټول دی.

په دغه رپوټ کې راغلي دي، سره له دې چې د دغه سفارت دروازه پرانېستې ده، خو کارکوونکو ته یې له میاشتو، میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی او په ناوړه اقتصادي حالت کې دي.

د دغه رپوټ له مخې، په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت ډېپلوماټان، په امریکا متحده ایالتونو کې د دایمي اقامې د اجازې اخیستو په هڅه کې دي او دا احتمال هم شته چې له دغه هېواد نه وشړل شي.

د دغو ډيپلوماټانو له ډلې یوه هغه نیویارک ټایمز ته ویلي چې دوی د خپلو لګښتونو د ورکړې توان نه لري او اړ شوي دي چې د سفارت په انګړ کې واوسي.

یو له ډپيلوماټانو وايي:«موږ په سپما کړو پیسو او د خپلوانو په پورونو سره خپل ژوند ته دوام ورکوو، روغتیایي بیمه نه لرو او دغه راز د کور د کرایې د ورکولو توان هم نه لرو. له همدې امله ډېری ډيپلوماټان مجبور شول چې د سفارت په انګړکې واوسېږي.»

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي:«اسلامي امارت له روسیې، چین، ایران او پاکستان هېوادونو سره خپلې ډپيلوماټيکې اړیکې نږدې کړې دي او دا د امریکا د غوسې لامل شوی دی.»

دغه ورځپاڼه دغه راز لیکي چې، د فبروري میاشتې په لومړۍ نیټه په امریکا کې د افغانستان سفارت ته د دغه هېواد د ډيپلوماټیکو ادارو له لوري یو یادښت رسېدلی و، چې د ډيپلوماټيک خوندیتوب د سلب کېدو او د دغه سفارت او په نیویارک او لاس آنجلس کې د افغان کونسلګریو د تړل کېدو خبر په کې ورکړل شوی و.

وموغوښتل چې په دې تړاو په امریکا کې د افغانستان د سفارت د مسوولانو نظر ولرو، خو له ډېرو اړیکو سره سره بریالي نه شوو.
 
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهاد څرګندوي:«د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی دی چې دغه ډپيلوماټان نه شړل کېږي او په یو ډول د اوسېدو یزه ورکول کېږي، خو باید د ځان لپاره کار پیدا کړي. د بېلګې په توګه د مېرمن عادلې راز چې یو وخت سفیره وه په مقاله کې نوم نه دی اخیستلی شوی، ښايي وخته یې کار پيدا کړی وي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی.

 یوازې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت کارکوونکي نه دي چې د نړۍوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو له امله له ناڅرګند برخلیک او سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دي، بلکې په اروپا او نورو هېوادونو کې هم ډېپلوماټان له ورته ستونزو سره مخ دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه