Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بایډن د پرېکړې پر خلاف د هېوادوالو، صرافانو او سوداګرو لاریون

د افغانستان د درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالرو د مصادره کېدو په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستي فرمان ته د غبرګونونو په لړ کې، دا ځل سلګونه هېوادوالو، صرافانو او سوداګرو په اعتراض لاس پورې کړ او د امریکا له دغې پرېکړې سره یې خپل مخالف اعلان کړ.
 
د کابل یو شمېراوسېدونکي او صرافان وایي چې امریکا باید د افغانستان د خلکو له پیسو د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته غرامت ورنه کړي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«هڅوک د دې واک نه لري چې له دغو پیسو استفاده وکړي او یا یې بل کس ته ورکړي.»

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې رییس میر افغان صافی هم څرګندوي:«دغه غرامت چې دوی یې له دغو پیسو اخلي او د سپټمر ۱۱ قربانیانو ته یې ورکوي، دا په بشپړه توګه یو ناعادلانه کړنه ده.»

معترضان وایي، که امریکا په دې تړاو خپله پرېکړه بدله نه کړي، نو دوی به خپل اعتراضونه پراخ کړي.
 
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې  ویاند عبدالرحمان ځيرک وویل:«دا د افغانستان د ملت پیسې دي په دغو پیسو کې د افغانستان د ډېرو سوداګرو پیسې دي زموږ لاریون د جو بایډن د پرېکړې پر خلاف دی.»

له دې سره هم مهاله، په ځينو ولایتونو کې هم یو شمېر صرافانو، پانګوالو او خلکو ورته لاریونونه وکړل او د امریکا متحده ایالتونو په بانکونو کې یې د افغانستان د ټولو کنګل شویو پیسو د آزادېدو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې رییس عبدالرحمن هډه ‌وال څرګندوي:«د بایډن دا پرېکړه ناعادلانه ده، دا د افغانستان د خلکو پیسې دي او امریکا نه شي کولای دغه پیسې نورو ته ورکړي.»

د خوست ولایت د صرافانو د ټولنې رییس بخت ‌ګل منګل هم وویل:«دا پیسې په طالبانو پورې تړاو نه لري، دغه پیسې په القاعده پورې تړاو نه لري، دا د افغانستان د خلکو پیسې او شتمنۍ دي.»

تر دې وړاندې هم د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبري غونډه کې ویلي وو، چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو نه دوه مېلیارد ډالره د خصوصي برخې دي او د دې لپاره چې خصوصي برخه په افغانستان کې خپل فعالیت ته په سمه توګه دوام ورکړي، باید د افغانستان ټولې کنګل شوې پیسې آزادې شي.

ځينې هېوادوالو، سوداګرو او صرافانو په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې په لاریون لاس پورې کړ، او د افغانستان د پیسو په هکله یې د امریکا متحد ایالاتو د ولسمشر جو بایډن پرېکړه ناقانونه او ناعادلانه وګڼله.

Thumbnail

د افغانستان د درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالرو د مصادره کېدو په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستي فرمان ته د غبرګونونو په لړ کې، دا ځل سلګونه هېوادوالو، صرافانو او سوداګرو په اعتراض لاس پورې کړ او د امریکا له دغې پرېکړې سره یې خپل مخالف اعلان کړ.
 
د کابل یو شمېراوسېدونکي او صرافان وایي چې امریکا باید د افغانستان د خلکو له پیسو د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته غرامت ورنه کړي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«هڅوک د دې واک نه لري چې له دغو پیسو استفاده وکړي او یا یې بل کس ته ورکړي.»

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې رییس میر افغان صافی هم څرګندوي:«دغه غرامت چې دوی یې له دغو پیسو اخلي او د سپټمر ۱۱ قربانیانو ته یې ورکوي، دا په بشپړه توګه یو ناعادلانه کړنه ده.»

معترضان وایي، که امریکا په دې تړاو خپله پرېکړه بدله نه کړي، نو دوی به خپل اعتراضونه پراخ کړي.
 
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې  ویاند عبدالرحمان ځيرک وویل:«دا د افغانستان د ملت پیسې دي په دغو پیسو کې د افغانستان د ډېرو سوداګرو پیسې دي زموږ لاریون د جو بایډن د پرېکړې پر خلاف دی.»

له دې سره هم مهاله، په ځينو ولایتونو کې هم یو شمېر صرافانو، پانګوالو او خلکو ورته لاریونونه وکړل او د امریکا متحده ایالتونو په بانکونو کې یې د افغانستان د ټولو کنګل شویو پیسو د آزادېدو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې رییس عبدالرحمن هډه ‌وال څرګندوي:«د بایډن دا پرېکړه ناعادلانه ده، دا د افغانستان د خلکو پیسې دي او امریکا نه شي کولای دغه پیسې نورو ته ورکړي.»

د خوست ولایت د صرافانو د ټولنې رییس بخت ‌ګل منګل هم وویل:«دا پیسې په طالبانو پورې تړاو نه لري، دغه پیسې په القاعده پورې تړاو نه لري، دا د افغانستان د خلکو پیسې او شتمنۍ دي.»

تر دې وړاندې هم د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبري غونډه کې ویلي وو، چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو نه دوه مېلیارد ډالره د خصوصي برخې دي او د دې لپاره چې خصوصي برخه په افغانستان کې خپل فعالیت ته په سمه توګه دوام ورکړي، باید د افغانستان ټولې کنګل شوې پیسې آزادې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه